پرويز خټک دخيبرپښتونخوا وزيراعلي ټاکل شوى

پاکستان کې شوؤ عامو انتخاباتو کې په خيبرپښتونخوا کې دبريالي شوي سياسي گوند پاکستان تحريک انصاف کانديد پرويز خټک دجمعې په ورځ درايې په اکثريت سره دخيبرپښتونخوا وزيراعلي ټاکل شوى دى.
دجمعې په ورځ دنوي وزيراعلي ټاکلو لپاره دصوبائي اسمبلۍ غونډه وشوه چې پکې پرويز خټک 84 ووټونه ترلاسه کړل اؤ دهغه مخالف کانديد اؤ دجمعيت علماء اسلام(ف) سره تعلق لرونکي مولانا لطف الرحمان 37 رايې ترلاسه کړې.
جماعت اسلامي، قومي وطن پارټۍ، عوامي جمهوري اتحاد اؤ ازادو غړو دپاکستان تحريک انصاف دپرويز خټک ملاتړ وکړو.
دپاکستان مسلم ليگ(ن) اميدوار وجيهه الزمان دجمعيت علماء اسلام دکانديد په حق کې دوزيراعلي دچوکۍ څخه په وروستو شيبو کې لاس پسر شو.
اسمبلۍ کې دصوبې دوزيراعلي دغوره کيدو وروستو به نن ماښام دپرويز خټک څخه دپيښور په گورنر هاؤس کې گورنر شوکت الله دخپلې عهدې سوگند اخلي.
تيره ورځ دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ يوه غونډه کې د تحريک انصاف سره تعلق لرونکى اسد قيصر دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ دسپيکر اؤ امتياز شاهد دډپټي سپيکردعهدې لپاره پرته له مقابلې غوره کړل شوي وؤ.