د پاکستان کرکټ بورډ [پي سي بي] وايي د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډله به د دوه ټېسټ [پينځه ورځنو]، اته يو ورځنو او پينځه ټي ټوينټي سياليو دپاره د روان کال دسمبر او جنورۍ او بيا راتلونکي کال په اپرېل او مې میاشتو کې د پاکستان سفرونه وکړي.
د پي سي بي د خبر پاڼې ترمخه د دواړو لوبډلو ترمنځه لومړۍ پينځه ورځنۍ سيالي به په کراچۍ کې د 27 نه 31 اګست او دوېمه سيالي به په ملتان کې د 4 نه 8 جنورۍ پورې کيږي.
په اپرېل او مې کې به پينځه يو ورځنۍ سيالۍ وي، او هم په اپرېل او مې کې شل اووريزې سيالۍ په کراچۍ او لاهور کې ټاکل شوي دي.
د پاکستان کرکټ بورډ ډايريکټر انټرنيشنل ذاکر خان ويلي دا سيالۍ د هغۍ کړۍ برخه ده چې دوی په 2022 کې د کرکټ مینه والو سره د معياري لوبو وعده کړې وه.
په خبر پاڼه کې د نيوزي لېنډ د کرکټ بورډ لخوا ويل شوي چې لوبډله يې دغو سفرونو ته په تمه وه او په نړيوالو کرکټ کې دواړه لوبډلې ډېرې زړې اړیکې لري.
د پي سي بي په خبر پاڼه کې ويل شوي په دسمبر کې به د انګلېنډ لوپډله هم د درېو ټېسټ سياليو دپاره د پاکستان سفر کوي.
د انګلېنډ لوبډله به دا سفر په داسې حال کې کوي چې يادې لوبډلې 17 کاله وروسته تېره مياشت د پاکستان سفر کړی او د پاکستانۍ لوبډلې سره یې اووه شل اووريزې سيالۍ کړې وې او په څلورو سياليو ګټلو سره یې دغه سيريز ګټلی وو.