طالبانودټول گونديز کانفرنس دخبرو وړانديز رد کړى

په اسلام اباد کې دهيواد24ؤ سياسي اؤ مذهبي گوندونو دتندلاريتوب له مينځه وړلو دپاره طالبانو سره دخبرو اترو په کولو اتفاق کړى ؤ

پاکستاني طالبانو دجمعې په ورځ په خيبرپښتونخوا کې دواکمن گوند عوامي نيشنل پارټۍ لخوا ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې دخبرو اترو شوى وړانديز رد کړى دى.
دپاکستاني طالبانو دتحريک يو وياند احسان الله احسان ديونامعلوم مقام څخه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې داى اين پي په مشرۍ دخبرو اترو دغه وړانديز ددغه گوند دانتخاباتو ايجنډا ده.
دطالبانو دشورا ديوې غونډې ترسره کيدو وروستو دهغه په قول جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې”طالبان اوس هم دپاکستان دپوځ اؤ حکومت له لوري دامن خبرو اترو يو سنجيده اؤ بامقصده ځواب ته په انتظار دي“
هغه زياته کړه ” په اى پي سي کې دجماعت اسلامي برخه نۀ اخستل هم ددغه غونډې دناکامۍ يوه واضحه اشاره ده“
دطالبانو له لوري دعوامي نيشنل پارټۍ دټول گونديز کانفرنس په ترڅ کې طالبانو سره دمذاکراتو وړانديز وروستو له هغې رد کړل شوي چې له دې يوه ورځ وړاندې په اسلام اباد کې دهيواد24ؤ سياسي اؤ مذهبي گوندونو دتندلاريتوب له مينځه وړلو دپاره طالبانو سره دخبرو اترو په کولو اتفاق کړى ؤ.
دعوامي نيشنل پارټۍ له لوري ترسره شوي دغه ټول گونديز کانفرنس کې برخه لرونکو گوندونو تندلاريتوب دټول هيواد ستونزه گرځولې وه اؤ پخپله اعلاميه کې يې وئيلي وؤ چې دترهه گرۍ دستونزې امن ناکه هوارى دپاکستان دائين ، قانون ، سلامتۍ اؤ دلوړو قدرونو دتحفظ په چوکاټ کې پکار دى.