رپورټ: د جینکو په تعليم د بندیز له امله طالبانو په رسميت د پېژندل کېدو موقع د لاسه ورکړه

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې اېکسپرېس ټريبيون  ورځپاڼې ترمخه،  يو پاکستاني چارواکي چې په دغه روان عمل خبر دی، اېکسپرېس ټرېبيون ته يې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، طالبانو غټه موقع د لاسه ورکړې ځکه چې د 10 نه تر 12 پورې هيوادونو د طالبانو د حکومت په رسميت د پېژندنې په خبره غور کولو

يو پاکستاني چارواکي ويلي د مارچ په میاشت کې د پاکستان په ګډون نزدې 12 هېوادونه تیار وو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني خو طالبانو جينکو ته د تعليم اجازه ور نه کړه او په رسمیت د پېژندل کېدو موقع يې د لاسه ووتله.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ترمخه، يو پاکستاني چارواکي چې په دغه روان عمل خبر دی، اېکسپرېس ټرېبيون ته يې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، طالبانو غټه موقع د لاسه ورکړې ځکه چې د 10 نه تر 12 پورې هيوادونو د طالبانو د حکومت په رسميت د پېژندنې په خبره غور کولو.

هغه ويلي، دغه هېوادونه بيا هغه وخت د طالبانو د حکومت په رسميت د پېژندنې د خبرې څخه په شا شو چې کله طالبان د خپلو ځينو وعدو او په ځانګړي ډول د جينکو د تعليم د ژمنې څخه واوښته.

چارواکي زياته کړې که دغو هيوادونو د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی وی نو نور به هم پسې په دغه لاره تللي وو.

په رپورټ کې د چارواکي له قوله زياته کړی شوې طالبانو چې دغه موقع د لاسه ورکړې هم طالبان يواځې د دې زمه وار دي.

طالبانو چې په اګست 2021 کې د افغانستان واک په لاس کې اخستی تراوسه يې حکومت یو هیواد هم په رسميت نه دی پېژندلی.

پاکستاني چارواکي دا خبره په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په 23 مارچ د هلکانو او جينکو دپاره د ثانوي تعلیم دپاره سکولونه پرانستي خو لا چې درسونه پېل شوي نه وو، د طالبانو حکومت امر کړی وو چې د شپږم ټولګي نه بره جينکۍ دې بیرته کورونو ته ولېږل شي.

امریکې، ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو هيوادونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او د طالبانو نه يې غوښتي وو چې دغه پرېکړه بيرته واخلي او جينکو ته د تعلیم اجازه ورکړي.

امریکې د مارچ په میاشت کې د طالبانو د حکومت لخوا د شپږم ټولګي نه بره ټولګو د جينکو په زده کړو د بندېز وروسته خبرې ودرولې وې.

تيره مياشت د ملګرو ملتونو امنيتي شورا [سلامتي کونسل] د طالبانو نه غوښتي وو چې هغه پاليسياني پرېږدي کومو چې د بشري حقونو او د افغان ښځو او جينکو بنيادي ازادي محدوده کړې، او کومې چې بشري، اقتصادي، د بشري حقونو او ټولنيز بحران سېوا کوي او په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات هدف کمزوری کوي.