دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه او اقتصادي مرکز کراچۍ کې دجمعې په ورځ داړي گړي پيښو کې ديو لوړپوړي پوليس مشر پشمول لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دجمعې په سحر سپرنټنډنټ پوليس انويسټي گيشن جميل کاکړ دخپل کور څخه دسپريم کورټ کوئټې رجسټرۍ ته روان ؤ او کله چې په ائيرپورټ روډ دهغه دگاډي رفتار دريلوى پهاټک لپاره کم شو نو په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو په هغه ناتاره ډزې پيل کړې.
داطلاعاتو ترمخه جميل کاکړ دبلوچستان بدامنۍ کيس داوريدنې لپاره دسپريم کورټ بينچ ته وړاندې کيدو لپاره عدالت ته روان ؤ.
بل لوري ته دزيارت او جمعې په مينځ شپه دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې يو تن وژل شوى او په بوجو کې دبندو ددريوؤ نورو کسانو تشدد ځپلي مړي ترلاسه شوي.
په يوه پيښه کې نامعلومووسله والو دبلديه سيمې په اتحاد ټاؤن کې ناتاره ډزې کړي چې له امله يې يو تن وژل شوى، همدغه شان په لياقت باغ کې دسندهي هوټل سره نزدې ديو تن او دلياري ددرياب په غاړه دريکسر لين پُل لاندې ددوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي.