پاکستان کې اولس او سياست څه وائي،څه روان دي ، څه کيږي؟

څيړونکو پوښتنې راپورته کړي چې کومې په اربونو روپۍ دډاکټر قادري له لوري په دغه مارچ لگول شوي يا لگول کيږي هغه دکوم ځايې څخه راغلي او دپاکستان او کينيډا غبرگ وگړتوب لرونکى طاهرالقادري دچا په ايجنډا کار کوي

دپاکستان دسترې محکمې له لوري د دوزيراعظم دنيولو دامر څخه وروستو دپاکستان دسياسي مستقبل په اړه يو لړ انديښنو او نوؤ بحثونو سر راپورته کړ ى دى.
ځينې څيړونکي په دې نظر دي چې پاکستان دپاره دبجلۍدکموت پوره کولو په غرض په کرايه دبجلي گهرونو اخستو مقدمه کې دوزيراعظم راجه پرويز اشرف دنيولو دامر څخه څخه وروستو پاکستان دسياسي بې باورۍ لوري ته زيات ورنزدې شوى دى او څه وخت هم پاکستان کې دجمهوريت دمستقبل په اړه يوه نوې نقشه مخې ته راتلى شي.
دپاکستان صدر اؤ دپيپلز گوند گډ مشر اصف علي زرداري دسترې محکمې له لوري دورکړل شوي حکم څخه وروستو په رامينځته شوي وضعيت دغور کولو دپاره دائتلافي گوندونو او دپيپلز دکور کميټۍ غونډې نن دنهې په ماسخوتن رابللي دي.
دپاکستان سپريم کورټ يا سترې محکمې دنهې په ورځ دکرايې دبجلي گهرونو په اړه دترسره شوؤ تړونونو مقدمه کې دپاکستان دموجوده وزيراعظم راجه پرويز اشرف پشمول د16ؤ کسانو دنيولو امر کړى اؤ وئيلي يې دي چې که چرې دغه 16 کسان په يو شواروز کې له نيول کيدو پرته دهيواد څخه بهر ووتل نو مسؤليت به يې دنيب يا دحساب کتاب دملي ادارې دمشر په غاړه وي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان هم د حکومت او د نظام د بدلولو خبره کوي


په پاکستان کې دپيپلز پارټۍ دحکومت جوړيدو راپديخوا دا دوهم منتخب وزيراعظم دى چې که دسترې محکمې له لوري پرې فردجرم ولگول شي نو دحکومت کولو څخه به لاسونه ووينځي.
له دې وړاندې سترې محکمې دتير کال په 26م اپريل دپيپلز پارټۍ له لوري دپاکستان منتخب وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دملي جوړجاړي يا اين ار او په مقدمه کې دسترې محکمې په اوامرو دعمل نۀ کولو په جرم کې دخپل منصب څخه گوښه کړى او د کومي اولسي عهدې دپاره نااهله گرځولى ؤ.
په پاکستان کې دپيپلز گونددحکومت جوړيدو راپديخوا که يو خوا ددغه گوند مشران په دې خبره وياړ کوي چې په لمړي ځل خپله پينځه کلنه دجمهوري واکمنۍ موده ترسره کوي نو ورسره سم ددغه گوند مشران اشارتاً دا سر هم ټکوي چې ستره محکمه يې په ضد ده او حکومت کولو ته يې نۀ پريږدي.
دپاکستان په سياست نظرلرونکو څيړنکارو وخت په وخت خپلو تجزيو او تبصرو کې هم دپيپلز پارټۍ ددغه موقف دپخلي کولو په ترڅ کې عدليې ته دفوج دملاتړ ترلاسه کيدو اشارې کړي دي.
دوزيراعظم راجه اشرف دنيولو دامر څخه وروستو دخپل نظر څرگندولو په مهال دپاکستان تر ټولو لويې داپوزيشن گوند مشر خواجه سعد رفيق وئيلي دي په پاکستان کې چې کوم وروستى سياسي وضعيت رامينځته شوى په هغې کې به ددوؤ شواروزو څخه نيولې تر دريوؤ شواروزو پورې ناديده قوتونه پخپله مخې ته راشي.
هغه وئيلي دي په پارليمان کې دننه او بهر دسياسي چوکاټ دننه دفعاليت کوونکو گوندونو سره دسياسي منظر نامې په اړه صلاح مشورې پکار دي.
ښاغلى رفيق وائي سترې محکمې چې دوزيراعظم دنيولو په اړه کوم امر جاري کړى په هغې دغور کولو دپاره به دشورو په ورځ د مسلم ليگ (ن) غونډه ترسره شي او په دغه اړه به خپل رغنده نظر په ډاگه کړي.

تجزیه کار وايي د پاکستان پیپلز پارټۍ ددیم وزیراعظم دی چې د چیف جسټس افتخار محمد چودهري په مشرۍ کې کې سپریم کورټ سره يي کړکیچ رامنځته شوی


دپاکستان دسياسي گوند تحريک انصاف مشر عمران خان هم حکومت څخه په فوري ډول دټولټاکنو کولو داعلان غوښتنه کړې او خپله اووۀ نکته ييزه ايجنډا يې وړاندې کړې ده.
دنهې په ورځ لاهور کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وينا کې دتحريک انصف چئيرمين عمران خان وويل اولس سړکونو ته راوتلى او حکومت وليدل چې اختيار يې څه دى.
ښاغلي عمران خان پخپلو غوښتنو کې دبې پلوه نگران حکومت او په وخت دانتخاباتو او دصدر اصف علي زرداري څخه داستعفي غوښتنه وکړه.
همدغه راز دپيپلز پارټۍ يو مشر اعتزاز احسن وائي که راجه پرويز اشرف بندي هم کړل شي نو بيا به هم دپاکستان وزيراعظم وي.
اعتزاز احسن وائي ترڅو چې دوزيراعظم په ضد اسمبلۍ کې دبې باورۍ تحريک نۀ وي راوړاندې شوى ، تر هغې به هغه وزيراعظم گڼلى شي.
ددې ترڅنگ دپيپلز پارټۍ دوفاقي حکومت دائتلافي گوند عوامي نيشنل پارټۍ مهم مشر حاجي عديل وائي دغه ديو اعلي عدالت امر دى او منلى به شي خو زمونږ دحکومت قانوني صلاح کاران هڅه کوي چې ايا راجه پرويز اشرف ته په دې مقدمه کې استثنا ترلاسه ده ، که نه؟
دبشري حقونو دتحفظ ډله هيومن رائټس کميشن اف پاکستان( ايچ ار سي پي) دريځ لري چې دسپريم کورټ دامر مخې ته دراتللو څخه وروستو موجوده جمهوري عمل ته گواښونه راولاړ شوي دي.
دسترې محکمې له لوري دوزيراعظم راجه پرويز اشرف دنيول کيدو دغه امر په داسې حال کې ورکړل شوى چې په دغه هيواد کې دمذهبي تعليماتو خورولو په نوم شهرت لرونکى علامه ډاکټر طاهرالقادري(دميډيا راپورونو له مخې) خواؤشا 50,000 کسان پلازمينې اسلام اباد ته ورټول کړي او دحکومت څخه داستعفي ورکولو غوښتنه يې کړې ده.
علامه طاهرالقادري دلانگ مارچ په نوم اسلام اباد ته دزرگونو په شمير دپاکستاني اولس دورټولولو دغه عمل ته دانقلاب نوم ورکړى او وائي تر هاغې به دهغه دډلې ملگري داسلام اباد څخه نۀ اوځي ترڅو چې دتحريک منهاج القران له لوري حکومت ته په وړاندې کړل شوؤ اوؤ نکاتو په بشپړ توگه عمل نۀ وي شوې.
کومې اووۀ نکتې چې علامه طاهرالقادري دخپلو غوښتنو په توگه دپاکستان موجوده حکومت ته وړاندې کړي په هغې کې دپاکستان دموجوده قومي او صوبائي اسمبلو درخصتۍ سره سره دټولټاکنو دکميشن دختمولو او د نوي کميشن دټاکلوترڅنگ دانتخاباتو څخه دمخه داصلاحاتو غوښتنه هم شامله ده.
دپاکستان حکومت دډاکټر قادري دغه نکات رد کړي او وائي ښاغلي قادري چې کومې نکتې مخې ته راوړي هغه دپاکستان دائين له مخې بنياد نۀ لري.
همدغه راز دپاکستان سياسي گوندونو هم دډاکټر طاهرالقادري داوږدلاريون يا لانگ مارچ دبرخې جوړيدو څخه ډډه کړې اؤ دپاکستان په سياسي منظرنامه کې دمنهاج القران دمشر علامه ډاکټر طاهرالقادري دلانگ مارچ گام ته دشک په نظر کتل کيږي.
څيړونکو پوښتنې راپورته کړي چې کومې په اربونو روپۍ دډاکټر قادري له لوري په دغه مارچ لگول شوي يا لگول کيږي هغه دکوم ځايې څخه راغلي او دپاکستان او کينيډا غبرگ وگړتوب لرونکى طاهرالقادري دچا په ايجنډا کار کوي.

اسلام آباد کې د طاهر القادري لاریون


ځينې څيړونکي که دطاهرالقادري لانگ مارچ ته دبهرنو هيوادونودملاتړ په لوري اشارې کوي نو ځينې بيا پخپلو تجزيو کې دپاکستان دپوځ په لور هم گوته نيسي، خو دمنهاج القران مشر دغه ټولې گنگوسې رد کړي او وائي هغه يواځې او يواځې دهيواد څخه دبدعنوانه اؤ بې انصافه حکومت خاتمه غواړي او په دغه لړ کې ورته يواځې داولس ملاتړ حاصل دى.