وزيراعظم پرويز اشرف وائي دترهه گرۍ دبنيادي علتونو ختمولو ضرورت دى

د پاکستان وزیراعظم راجه پرویز اشرف

دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف وئيلي دي چې پاکستان دټولنيزو ستونزو ترڅنگ دترهه گرۍ او تندلايتوبدستونزې سره هم مخ دى.
کراچۍ کې يوې دستورې ته دوينا په مهال وزيراعظم راجه پرويز اشرف وويل دترهه گرۍ ختمولو لپاره به ددې بنيادي علتونه ختمول وي.
پرويز اشرف زياته کړه دتندلاريتوب پشمول هيواد دبيلا بيلو ستونزو سره مخ دى، خو مونږ په زغم باور کوؤ او ددې دمخنيوي لپاره گامونه اخلو.
هغه وويل چې پاکستان کې داعلي کچې دفاعي اوزار تيارولى شي.
وزيراعظم وويل پاکستان افغانستان کې دافغانانو په مشرۍ دامن دعمل ملاتړ کوي او هند سره مو هم مذاکرات دوامداره ساتلي دي.
دهغه وينا وه ايران پاکستان گيس پائپ لائن دپرمختيا لاره ده او دسيمې دپرمختيا لپاره امن ضروري دى.
ښاغلي اشرف وويل پاکستان کې ازاده عدليه، ميډيا او مدني ټولنه موجوده ده.
دپاکستان او چين داړيکو په اړه وزيراعظم وويل ددواړو هيوادونو ترمينځ تلپاتې او مضبوطې اړيکې موجودې دي او چين سره هم اړيکو کې ښه والى راغلى.