نگران وزيراعظم وائي انتخابات داولس گټه ده

PAKISTAN-ELECTION/

دپاکستان نگران وزيراعظم ميرهزار خان کهوسو هيواد کې ترسره شوؤ انتخاباتو کې په کوټلې برخې اخستو اولس ته مبارکي وئيلې اؤ په ډاگه کړې يې ده چې په هيواد کې په لمړي ځل په جمهوري انداز کې داقتدار منتقلي يوه غيرمعمولي واقعه ده.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دنگرانې وفاقي کابينې غونډې ته پخپله وينا کې ميرهزارخان کهوسو وويل دهغه دحکومت دا دريځ ؤ چې دهيواد دپرمختيا اؤ جمهوريت دمضبوطتيا لپاره په وخت انتخابات ضروري دي ، چې ددې لپاره نگران حکومت داليکشن کميشن اؤ نورو حکومتي ادارو په مرستې سره ټول ائيني گامونه اخستي دي.
دهغه وينا وه چې اوس به ډير زر دنوي منتخب حکومت دائين اؤ پاکستاني اولس دهيلو مطابق داقتدار دمنتقلۍ عمل مکمل شي.
وزيراعظم انتخاباتو کې داولس دکوټلې برخې اخستو ستائينه وکړه اؤ وې وئيل چې که چرې اولس همدغه جذبه اؤ اراده دوامداره وساتله نو ډير زر به هيواد دترقۍ اؤ خوشحالۍ لارې ته سم شي.
دپاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل يو منتخب جمهوري حکومت خپله پينځه کلنه ائيني موده پوره کړې اؤ په 11م مئ شوؤ عامو انتخاباتو کې هم دتيرو انتخاباتو په پرتله داچول شوؤ ووټونو شميره سيوا وه.
وزيراعظم وويل اولس په عامو انتخاباتو کې پرته له ويرې دبرخې اخستو سره ثابته کړه چې هغوي داجتماعي خيرښيگړې دجذبې سره هيواد کې تندلاريتوب اؤ فرقه واريت ته ماتې ورکولى شي.
پاکستان کې په 11 مئ ترسره شوؤ انتخاباتو کې داليکشن کميشن ترمخه دميا نواز شريف مسلم ليگ(ن) په قومي اسمبلۍ اؤ پنجاب کې تر ټولو زياتې چوکۍ گټلي، پاکستان پيپلز پارټۍ سندهـ اؤ دعمران خان تحريک انصاف خيبرپښتونخوا کې اکثريت ترلاسه کړى.
همدغه شان بلوچستان کې دصوبائي اسمبلۍ لپاره انتخاباتو کې پښتونخوا ملي عوامي پارټي اؤ مسلم ليگ(ن) تر ټولو زيات سيټونه گټلي.