دوزيراعظم لخوا په پوځ د نظريې دبيا متعارف کولوغږ

دپاکستان دوسله والو پوځونو لخوا خپره شوې نوې پوځي نظريه کې دهيواد لويديزو پولو او قبآئيلي سيمو کې روانې گوريلا کارروايۍ او دځينو ډلو لخوا په ادارو او اولسي وگړو بمي بريدونه دملکي سلامتۍ لپاره تر ټولو ستره خطره گرځولې ده

دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف دجمعې په ورځ دقومي سلامتۍ په ادارو ټينگار کړى دى چې داستخباراتي معلوماتو دراټولولو نظام دې نور هم ښه کړي او په کوټلي انداز کې دترهه گرۍ دمقابلې لپاره دې دپوځي او غيرپوځي ادارو ترمينځ موثره رابطه جوړه کړي.
داسلام اباد په نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ کې دوينا په مهال دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف وويل ددغه مقصد ترلاسه کولو لپاره به مونږ ته خپله پوځي نظريه بيا جوړول او متعارف کول وي.
وزيراعظم وويل دپاکستان قومي سلامتۍ ته اصل خطره دهاغو غيررياستي عناصرو څخه څيلمه ده څوک چې رياستي علامتونه ادارې په نخښه کوي ترڅو خپله ايجنډا نافذ کړي.
هغه دښمن بې نومه او بې مخه وگرځوله او ددغو عناصرو دمقابلې لپاره يې دټول ممکنه حکومتي ملاتړ او وسيلو په کار داچولو باور ورکړو.
هغه دپوځ، قانون نافذونکو ادارو او اولسي وگړو لخوا دترهه گرۍ په ضد جگړه کې ورکړل شوې قربانۍ ومنلې.
وزيراعظم وويل زمونږ دماشومانو دمستقبل دخوندي کولو په هڅه کې دوسله والو پوځونو پشا ټول قام او دپاکستان پارليمان ولاړ دى.
هغه وويل سياسي ثبات دقومي امنيت سره تړلى دى.
دهغه وينا وه دترهه گرۍ په ضد دغه جگړه کې دبرياليتوب لپاره دتگلارې بدلولو ته ضرورت دى او ددې مقصد لپاره به وسله والو پوځونو ته دخپلې نظريې( ملټري ډاکټرائن ) بيا دسره متعارف کول وي.
هغه وويل ړۍ دداسې بدلونونو څخه تيريږي ، چرته چې دامنيت او سالميت په روايتي نظريو کې پرله پسې بدلونونه راځي.
دپاکستان دوسله والو پوځونو لخوا خپره شوې نوې پوځي نظريه کې دهيواد لويديزو پولو او قبآئيلي سيمو کې روانې گوريلا کارروايۍ او دځينو ډلو لخوا په ادارو او اولسي وگړو بمي بريدونه دملکي سلامتۍ لپاره تر ټولو ستره خطره گرځولې ده.