خيبرايجنسۍ کې د١٨ؤ کسانو په وژنه پيښور کې احتجاج

Peshawar Protest 2

دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې تيره شپه دوسله والو لخواد١٨ؤ کسانو دوژنې وروستو دشورو په ورځ دخيبرپښتونخوا دپيښور دگورنر هاؤس مخې ته دسلگونو په شمير کې قبائيل احتجاجي مظاهره کوي.
راپورونه وائي مظاهره کې چې دگډون لپاره کله دقومي اسمبلۍ غړى حيمدالله جان افريدى ورسيدو نو مظاهره چيانو په هغه دبريد کولو هڅه وکړه او ددغو مظاهرينودخورولو لپاره چې کله دهغه ساتونکو هوائي ډزې وکړې نو له امله يې يو تن ژوبل شو چې دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوى دى.
دپيښور دگورنر هاؤس مخې ته دشورو په ورځ دنهې په شپه خيبرايجنسۍ کې دوژل شوؤ 18ؤ کسانو دکورنۍ غړي احتجاجي مظاهره کوي چې پکې خواؤشا 3,000 کسان شريک دي.
ددغو کسانو مړي دباړې په علم گودر نومې سيمه کې موندل شوي دي.
دغه مظاهرين وائي چې دنهې په شپه خيبرايجنسۍ کې پوځي يونيفارم اغوستو وسله والو دهغوي په کورونو بريد کړى او سيمه ييز خلک يې وژلي دي.
هغوي ددغو کسانو دوژنې ذمه وار پاکستاني عسکر گرځوي، خو ديو بهرني خبري اژانس ترمخه دفرنټئير کانسټيبلري يو چارواکى دنوم نۀ څرگندولو په شرط وائي دغه کسان دتندلارو لخوا وژل شوي دي.
په ډاگه دې وي چې دغه ١٨ کسان وروستو له هغې وژل شوي دنهې په ورځ دباړې په شلوبر سيمه کې يو شمير وسله والو جنگيالو په خودکاره وسلو سره په ارجالي او دريوؤ نورو امنيتي پوستو بريد کړى ؤ چې پکې څلور دايف سي عسکر او دوه خاصه دار وژل شويوؤ.
بلخوا راپورونه وائي په خيبرايجنسۍ کې د فعاله تندروه غيرقانوني ډلې لشکراسلام جنگيالي په باړه سيمه کې دفرنټئير کور ديو پخواني عسکر کورته ورننوتلي او دهغه پلار او څلور وروڼه يې وژلي دي.