طالب وياند احسان الله پسر د200ؤ ملينو روپو اعلان

د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود

دپاکسان دکورنو چارو وزير رحمان ملک دنهې په ورځ دپاکستاني طالبانو دوياند احسان الله احسان پسر د200ؤ ملينو روپو دانعام اعلان کړى دى.
اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال دکورنو چارو وزير رحمان ملک وويل احسان الله احسان دبهرنو عناصرو لپاره کار کوي او زياته يې کړه چې دټي ټي پي دوياند په اړه به نورې څرگندونې هم ډيرې زر وکړي.
هغه داحسان الله احسان په اړه معلومات ورکوونکو ته د200ؤ ملينو روپو دانعام د ورکولو اعلان وکړو.
رحمان ملک وويل دپاکستاني طالبان يو ويشل شوى تنظيم دى چې پکې بيلا بيلې ډلې ولي الرحمان ډله، حکيم الله محسود ډله او نورې وړې ډلې شاملې دي.
هغه پوښتنه وکړه چې دپاکستاني طالبانو وياند هيواد کې دهاغه څه قسمه شريعت نفاذ غواړي؟ دکوم په نتيجه کې چې دبې گناه اولسي وگړو او ځانمرگي بريدونو جواز پيدا کيږي.
رحمان ملک وويل ترهه گر دپيسو لپاره مذهب او شريعت بدناموي او زياته يې کړه چې حکومت په سوات کې دطالبانو سره دامن تړون وکړو ، خو وروستو هغوي پخپله ددغه تړون خلاف ورزي وکړه.
دهغه وينا وه که چرې ترهه گر او تندلاري دخپلو وسلو غورځولو ته تيار شي نو حکومت دهغوي په بخښنه غور کولى شي.
بلخوا غيرقانوني تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان دپاکستان په يو سينئر صحافي حامد مير دبمي بريد دهڅې مسؤليت په غاړه اخستى.
دتحريک طالبان پاکستان وياند احسان الله احسان دنهې په ورځ ديو نامعلوم مقام څخه دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان سره خبرو کې وئيلي چې دازاد خياله قوتونو دراڅرگندولو له امله دحامد مير دپه نخښه کولو هڅه شوې ده.
هغه تور لگولى چې حامد مير داسلام داصولو په ضد دکارکوونکو مرسته کوي او زياته يې کړه څوک چې طالبان په نخښه کوي هغوي به په بارودو سره په نخښه کولى شي.
دشخصي ټي وي چينل جيونيوز يو کوربه او سينئر صحافي حامد مير گاډي کې دگل په ورځ ښخ کړل شوى بم دچاؤديدو څخه دمخه ناکاره کړل شوى ؤ.
حامد مير دبازار څخه دسودا اخستو وروستو چې کله گاډي کې کور ته بيرته ورسيدو نو يو دهغه يو گاونډي دهغه پام دگاډي لاندې دځوړندې کړل شوې يوې شکمنې تهيلې په لوري راوگرځولو، چې له دې وروستو سمدستي داسلام اباد پوليس او دبمونو ناکاره کوونکې ډله موقعې ته ورسيده او بم يې ناکاره کړو.