دتير يو شواروز په مهال دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې داړي گړي بيلا بيلو پيښو کې ديوې ښځې پشمول لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دښار دنيپئر سيمې څخه ددوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي او معلومه شوې ده چې دغه کسان ديو سياسي گوند غړي دي.
دکراچۍ په لسبيلا نومې سيمه کې هم ديو سياسي گوند سره دتعلق لرونکي تن مړى ترلاسه شوى دى، او ددغو دريواړو کسانو په مړو دتشدد نخښې نخښانې ښکاره شوي دي.
دپوليس سرچينو ترمخه وژل شوي دريواړه کسان لمړى تښتول شوي، وروستو پرې تشدد شوى او بيا په ډزو سره ويشتل شوي دي.
سرچينې زياتوي دښار په قائداباد سيمه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو يو تن وژل شوى.
دکراچۍ په فقيرکالونۍ سيمه کې دکور دننه يوه ٢٥ کلنه ښځه په گولۍ دلگيدو له امله مړۀ شوې ده.
دکراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې اکثره په لساني، سياسي، مذهبي او فرقه اييز اساس وژنې رامينځته کيږي چې پړه يې په کراچۍ کې فعاله سياسي ډلې په يو بل اچوي.