په یو داسې وخت کې چې د پاکستان زیاتره سیاسي ګوندونه، بشري ټولنه او فعالین فکر کوي په پاکستان کې اولسي واکمني د پوځ په موټي کې ده د پوځ مشر جنرل قمر باجوه ويلي د هیواد پوځ هر کار د آئین لاندې په قامي مفادو کې کړی دی. په پوځي اکیډمۍ کاکول ایبټ اباد کې جنرل باجوه وویل:
"دښمن په خپل هدف کې د ناکامۍ ورستو د پاکستان په ضد هائبریډ جګړه شورو کړیده”
که څه هم هغه ددغه “هایبریډ دښمن”نوم نه دی اخستی خو د هغه په خیال ددې جنګ هدف قامي مشران دي.
هغه دا هم وویل چې پوځ ته کوم کار سپارل کیږي کوي به یې. جنرل باجوه دا خبرې په داسې حال کې کړي چې په پاکستان کې د ګڼو او لویو سیاسي ګوندونو اتحاد پاکستان ډیمو کریټک الاینس په دې بنیاد د عمران خان د حکومت په ضد تحریک شورو کړی چې واي دا حکومت پوځ په اولس ورتپلی او د اولس نماینده نه دی.
په عیني حال کې په جنوبي ایشا کې د ترهګرۍ خلاف او د بشري حقونو ملګری تنظیم ساتھ وايي پاکستان کې ملت پاله او ازاد خیاله فکر کوي چې د عمران خان د وزېراعظم په توګه ټاکل په اصل کې د پوځیانو واک دی.
د ساته پینځمه دوه ورځنۍ غونډه د “اولسي واک، قانون واکمني، او بشري حقونه” سرخط لاندې د نن نه په ان لاین بڼه شوروه شوه،
دتنظیم یو مشر او د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني د غونډې پس وي او ای ډیوه ته وویل د قامي مفاد فیصلې د هغې هیواد د اولس نمایندګان کوي، او ددې تعین د باچا د وینا مطابق نه کېږي:
"قامي مفاد به د قام نمایندګان ټاکي، او دا هله ممکن ده چې د اولس واکمني اومنل شي”
په پاکستان کې تحریک انصاف د 2018 انتخاباتو په نتیجه واک تر لاسه کړی دی او وايي په انتخاباتو کې درغلي نه ده شوی. انتخابات د پاکستان تر سیوري لاندې شوي وو او پوځ هم یاد انتخابونه پاک او صاف ګڼي.
په پاکستان کې د پوځ او عمران خان نقادان د جنرل باجوه ددې خبرې سره اتفاق نه کوي چې په د هیواد خلاف د غلیم په لمسه د رسنیو د لارې منفي پروپیګنډه روانه ده.