پاکستان : غيرملکي مبصرين هم دټولټاکنو څارنې دپاره راتگ غواړي

Election commission pakistan

دزيارت په ورځ دپاکستان دبهرنو چارو ددفتر وياند وئيلي داروپائي يونين ترڅنگ امريکا، برطانيه ، دولت مشترکه ، ترکي ، جاپان ، مليشيا،اسټريليا اؤ مالديپ څخه هم غيرملکي څارونکو پاکستان ته دراتگ اؤ دلته دکيدونکو عامو ټاکنو دجاج اخستو خواست کړى دى.
ميډيا ته داووۀ نيزاحوال تيرولو په وخت دخارجه دفتر وياند عزيزاحم چوهدري وويل پاکستان ته دراتگ دخواهشمندو مبصرينو په درخواستونو کارروائي روانه ده اؤ هغوي ته به دکورنو چارو دوزارت اؤ داليکشن کميشن څخه صلاح اخستل وي.
دوياند وينا وه پاکستان ايټمي ديوې خطرې له امله ترلاسه کړى دى اؤ په ټوله نړۍ کې دايټمي طاقت په توگه دپاکستان په وقار کې اضافه شوې ده.
دوياند وينا وه دشمالي کوريا په اړه پاکستان هم دبين المللي ټولنې سره خپلې انديښنې شريکوي.
دبهرنو چارو ددفتر وياند وويل پاکستان کې دا مهال دامنيت وضعه ښه شوې ده اؤ دبهرنو هيوادونو څخه سوداگران اؤ سيلگري هم پاکستان ته راروان دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل دگوادر بندرگاه دپاکستان اؤ چائينا خپل مينځي معامله ده اؤ په دې هيچا ته دپريشانه کيدو ضرورت نشته.
هغه وويل ايران ته هم دايټمي ټيکنالوژۍ ترلاسه کولو حق حاصل دى خو ددې ترڅنگ به ايران ته خپلې بين الاقوامي ذمه واري هم ترسره کول وي.
افغانستان سره داړيکو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې اعزازاحمد چوهدري وويل هرڅو که افغانستان سره دپاکستان داړيکو مخې ته گڼ شمير چيلنجونه پراتۀ دي ، خو بيا هم افغان حکومت سره په هر کچ تماسونه روان دي.