پاکستان کې دنوازشريف دحکومت جوړيدو امکانات روښانه شوي

Pakistan Election

په پاکستان کې د خالي په ورځ دقومي اؤ صوبايي اسمبلو دپاره دترسره شوؤ انتخاباتو غيررسمي اؤ غير حتمي نتيجې په تندۍ سره مخې ته رارواني دي چې پکې دشميرل شوؤ ووټونو په اساس دپخواني وزيراعظم ميانوازشريف په مشرۍ مسلم ليگ(ن) تر ټولو لمړى،دعمران خان په مشرۍ پاکستان تحريک انصاف په دوهم اؤ پاکستان پيپلز پارټي په دريم نمبر روانه ده.
په دغو انتخاباتو کې دپاکستان د ترټولو لويې صوبې پنجاب دننه پي ايم ايل اين دقومي اؤ صوبايي اسمبلۍ ترټولو زياتې چوکۍ گټلي اؤ په شميرل کيدونکو ووټونو کې هم دغه گوندمخکې روان دي.
انتخاباتو کې په مخ د روان سياسي گوند مشر دلمړو نتيجو د راتلو څخه وروستو وئيلي هغه چې دانتخابي مهم په مهال د اولس سره څومره وعدې کړي اقتدار کې دراتلو څخه وروستو به خپلې دغه وعدې يوه په يوه سرته رسوي.
دخپل کور مخې ته دجشن دپاره ورټولو شوؤ دپارټۍ ورکرانو ته دخالي په شپه خپله وينا کې ميانوازشريف وويل هغه دهيواد ټولو گوندونو ته بلنه ورکوي چې هيواد څخه دلوډشيډنگ،گرانۍ ،بې روزگارۍ اؤ بې انصافۍ ختمولو دپاره دخبرو ميز ته کښيني.
په خيبرپښتونخوا صوبه کې ترټولو زياتي دقومي اؤ صوبايي اسمبلو چوکۍ دپاکستان تحريک انصاف اميدوارانو گټلي دي اؤ تيرپينځۀ کاله خيبرپښتونخوا کې په حکومت کې پاتې شوي پښتون ملت پاله سياسي گوندعوامي نيشنل پارټي په دغو انتخاباتو کې کومه دپام وړ گټه نه ده ترلاسه کړې.
دخيبرپښتونخوا دسرښارپيښور څخه دقومي اسمبلۍ څلور واړه سيټونه پاکستان تحريک انصاف گټلي اؤ په مردان کې دعوامي نيشنل پارټۍ نوميالى مشر اؤ دصوبې پخوانى وزيراعلي حيدرهوتي هم خپله دصوبايي اسمبلۍ چوکۍ گټلې ده.
همدغه شان دبلوچستان اسمبلۍ يوه چوکۍ هم دعوامي نيشنل پارټۍ په برخه رسيدلې ده.
په سندهـ صوبه کې پاکستان پيپلزپارټي اؤ متحده قومي موومنټ دشميرل شوؤ ووټونو په اساس مخکې روان دي اؤ دبلوچستان صوبې وضعيت لا په څرگند ډول نۀ دى روښانه شوى.
څيړونکي وايي په کوم رفتار چې دمسلم ليگ (ن) اميدواران په مخکې روان دي هغه ښايي چې دراتلونکو پينځوؤ کالو دپاره په مرکز اؤ پنجاب صوبه کې دمسلم ليگ (ن) سندهـ کې دپاکستان پيپلزپارټۍ اؤ متحده قومي موومنټ اؤ خيبرپښتونخوا کې دتحريک انصاف په مشرۍ ديو مخلوط حکومت رامينځته کيدو امکانات روښانه شوي دي.
دکال 2013 په دغو انتخاباتو کې په غيرمتوقع ډول ډير لويې لويې سياستدان هم دماتې سره مخ شوي يا هم دمخ کيدو په حال کې دي چې دهغوئ دجملې څخه پخوانى وزيراعظم راجه پرويزاشرف،داطلاعاتو پخوانى مرکزي وزيرقمرزمان کائره ، دعوامي نيشنل پارټۍ مهم مشر حاجي غلام احمد بلور اؤ ځينې نور شامل دي