پاکستان داليکشن خونړى کمپائن نن سرته رسيږي

داپريل په مياشت کې دترهگرۍ پيښو څخه خيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کې نولس،نولس،سندهـ کې يوولس ،قبائيلي سيمو کې پينځۀ ؤ پنجاب کې دوه پيښې رامينځته شوي دي چې پکښې 81 کسان وژل شوي اؤ 348 ژوبل شوي دي

په پاکستان کې دانتخابي کمپائن سرته رسيدو کې يوازې څو ساعته وخت پاتې شوى دى اؤداليکشن کميشن لخوا انتخاباتو دپاره د ټاکل شوې ضابطه اخلاق په اساس به د زيارت د شپې دولس بجې دغه کمپائن په داسې حال کې سرته ورسيږي چې په پاکستان کې د کيڼ اړخ سياسي گوندونه نيوکې کوي دبدامنۍ دپيښو په رامينځته کولو سره يې مخه نيول شوې وه اؤ دکمپائن کولو موقعې نه دي ورکړل شوې.
دپاکستان انسټي ټيوټ اف پيس سټډيز دراپور له مخې پاکستان کې دانتخابي هلوځلو په مهال تردې وخته داړي گړي 77پيښې رامينځته شوي چې پکې لږ ترلږه110 کسان مړۀ اؤ 370 څخه زيات ژوبل شوي دي.
دپيس وينا ده داپريل په مياشت کې دترهگرۍ پيښو څخه خيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کې نولس،نولس،سندهـ کې يوولس ،قبائيلي سيمو کې پينځۀ ؤ پنجاب کې دوه پيښې رامينځته شوي دي چې پکښې 81 کسان وژل شوي اؤ 348 ژوبل شوي دي.
دپاکستان په تير حکومت کې شاملو ائتلافي گوندونو عوامي نيشنل پارټۍ او ايم کيو ايم تور لگولى چې دملک په لويه صوبه پنجاب کې دطالبانو هم نظره گوندونو ته ښه په خلاص مټ دانتخابي کمپائن موقعه ورکړل شوې اؤ دملک په نورو دريوؤ صوبو کې دهغوئ په جلسو،جلوسونو اؤ انتخابي هلوځلو باندې بمي چاودنې اؤ ځانمرگي بريدونه ترسره کيږي.
قام پرسته عوامي نيشنل پارټۍ خو تردې حده وئيلي دي چې کۀ دموجوده بدامنۍ په ماحول کې انتخابات ترسره شول نو نتيجې به يې دهغوئ دپاره دمنلو وړ نۀ وي.
دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو پخواني وزير اؤ دعوامي نيشنل پارټۍ نوميالي مشر مياافتخار حسين وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وويل "دهغوئ دگوند ډير ملگري دانتخابي کمپائن په مهال قرباني شول ،داى اين پي مخې ته بلها مشکلات اؤ چيلنجونه پيداکړى شول ترڅو دغه گوند داليکشن څخه په بائيکاټ کولو مجبورکړل شي خو مونږ په ډاگه اعلان کړى ؤ چې جمهوري خلک يو اؤ دجمهوري عمل څخه به تيښته نۀ کوؤ "
ديوې پوښتې ځواب کې هغه وويل راتلونکو انتخاباتو کې مونږ دپاره مقابله کول به داسې وي لکه دجگړې په مهال چې د يو کس لاس اؤ پښې وتړل شي اؤ بل ورته ازاد پريښودل شي .
هغه وويل زمونږ لاس پښې هم تړل شوې وې اؤ ومو نۀ شول کړى چې داولس مينځ ته په ډاډه زړۀ ورشو اؤ خپله خبره ورته ورسوؤ.
مياافتخار داهم وويل چې هرکله دامنيت دغسې بده وضع وي نو څوک به څنگه باور وکړي چې بې پلوه اؤ صفاسوتره انتخابات به ترسره شي؟
پاکستان پيپلز پارټي هم دخپل انتخابي کمپائن څخه مطمئينه نۀ ده خو وايي پينځۀ کاله چې يې داولس اؤ هيواد په څومره بدو شرائطو کې خدمت وکړو هيله لري چې عوام به يې بيا د خپلو ووټونو له لارې اقتدار ته ورسوي.
دپاکستان پيپلزپارټۍ دخيبرپښتونخوا صوبې پخواني صدراؤ دصوبايي اسمبلۍ اميدوار ظاهر علي شاه وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې وويل په دې کې شک نشته چې دانتخابي کمپائن په وخت امنيتي مسائل مخې ته خنډشوي وؤ خو بيا هم باور لري چې پيپلزپارټي به غريب اولس کې دخپل محبوبيت له لارې اليکشن کې کاميابي ترلاسه کوي.
دانتخاباتو دپاره دکمپائن په وروستۍ ورځ هم دسياسي گوندونو مشرانو دهيواد په بيلابيلو برخو کې جلسې اؤ غونډې ترتيب کړي دي .