شمالي وزیرستان کې ډرون د القاعده اهم غړی وژلی

د افغانستان پولې ترسنگ د پاکستان په قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې ډرون یا بې پائلټه هوائي جهاز د وسله والو په مشکوک پناه ځائې برید کې د القاعده یو اهم غړی او دوه نور کسان وژلې دي.
د امریکې خبري ادارې ایسو سې ایټډ پریس ای پي د اتوار په ورځ خپل رپورټ کې ویلي شیخ خالد بن عبدالرحمان الحسنین چې د ابو زید الکویتي په نوم هم یادیدو، د زیارت په ورځ د میرعلي سره نزدې خپل کور کې وژل شوی دی.
رپورټ وايي د الکویتي ښځه او لور د ډرون برید کې زخمي شوې وو او د هغه ښځې د جمعې په ورځ د میران شاه هسپتال کې ساه ورکړه. رپورټ وايي الکویتي د جمعې په ورځ ښخ کړی شو.
ای پې د پاکستاني چارواکو په حواله ویلې الکویتي د القاعده د دویمي شمیرې مشر ابو یحیا البیي ځائې نیولی وو. البي هم د جون په میاشت کې شمالي وزیرستان کې په ډرون برید کې وژلی شوی وو.