پاکستان وئيلي دي دختيزو افغان ولايتونو کونړ او نورستان څخه دتندلارو له لوري ترسره کيدونکي بريدونه زياته سخته معامله جوړه شوې ده.
د پاکستان دخارجه وزارت وياند معظم خان اسلام اباد کې دزيارت په ورځ داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال وويل په پوځي او اولسي هدفونو دترسره کيدونکو دغو بريدونو دمخنيوي لپاره پاکستان دافغان حکومت او نيټو ځواکونو سره پرله پسې په تماس کې دى.
هغه وويل مونږ هيله کوؤ چې افغان حکومت او ائتلافي ځواکونه به دتشدد څخه دډکو دغو کارروائيو دمخنيوي په لړ کې موثره گامونه واخلي.
د افغان پولې څخه دپاکستان په خاوره دشکمنو جنگيالو لخوا تازه بريد دشورو په ورځ په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې په يوه پوځي چوکۍ ترسره شوى چې دپاکستاني پوځيانو په قول دغه بريد په شا تمبول شوى او پکې دوه پوځيان هم ژوبل شوي دي.
د افغان پولې څخه څخه چې تندلارو په اوسنو ورځو کې دپاکستان په کومو سيمو کې بريدونه ترسره کړي په هغې کې دخيبرپښتونخوا بره دير، قبائيلي سيمه باجوړ او چترال ضلع شامل دي چې پکې دپوځي سرچينو ترمخه په مجموعي توگه د100ؤ څخه زيات سرحدي ساتونکي او اولسي وگړي وژل شوي دي.
ددغو بريدکوونکو په ضد دځوابي کارروائيو په مهال دپاکستاني پوځ له لوري داغل شوې ځينې گولې دافغانستان په حدودو کې داولسي وگړو دوژنې علت جوړ شوى چې په دې دکابل حکومت اسلام اباد ته په باضابطه توگه احتجاج هم کړى او په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو هم دکرزي حکومت دتورونو تائيد کړى او دپولې څخه دپورې غاړې دداغل شوؤ گولو غندنه يې کړې ده.
دپاکستان ځمکني پوځ دافغاني چارواکو دغه رقم تورونه رد کړي او وئيلي يې دي چې په سرحدي سيمو کې ځوابي کارروائي هاغه لوري ته کولى شي دکومو ځائيونو څخه چې تندلاري دهغوي په تنصيباتو بريدونه کوي.
دپاکستان او افغانستان ترمينځ اقتصادي، تجارتي او نورو څانگو کې په اوسنو کلونو کې ښه والى راغلى او په په سرحدي سيمو کې موجوده خطره ددغه پرمختگ لپاره خطره جوړيږي.
په پولو دتاؤتريخوالي کمولو لپاره پاکستان او افغانستان په نزدې راتلونکي کې دخپلو پوځي چارواکو په جلال اباد کې ديوې غونډې راغوښتو فيصله هم کړې ده، خو په دغه حواله يې دکومې غوڅې نيټې اعلان نۀ دى کړى.