د پاکستان سفیر وايي ځنې افغانان طالبانو سره د خبرو اترو مخالفت کوي

افغان صدر حامد کرزي طالبانو او نورو مخالف ډلو سره د خبرو اترو د پاره د امن عالي شورا قائمه کړې ده

د افغانستان سرښار کابل کې میشته د پاکستان سفیر ویلي پاکستان امید لري چې د حقاني ډلې په شمول ټولې افغان یاغي ډلې به د امن دپاره راضې کړې خو ځنې افغان سیاسي گوندونه چې د طالبانو مخالفت کوي، د مفاهمت دا کوششونه کمزو‏ري کولی شي.
د رائټرز خبري ادارې سره مرکه کې د پاکستان سفیر محمد صادق دا هم وویل چې د وژلو او پوځي حملو پرځائې باید د طالب مشرانو سره خبرې اترې ووکړي.
محمد صادق وویل د دواؤ کالو وړاندې په مقابله کې افغانان دا وخت د مفاهمت په عمل کې د شاملیدو دپاره زیات متحد دي.
خو هغه زیاته کړه چې ځنې هاغه خلک چې د طالبانو خلاف جنگیدلې دي، د طالبانو سره خبرو اترو د پاره تیار نه دي او پاکستان د هغوې د رضاکول په کار کې مصروف دی.
رائټرز وايي طالبانو سره د مزاکراتو مخالفت د شمالي اتحاد مشران کوي چې کال ٢٠٠١ کې يي د طالبانو د واک نسکورولو کې يي د امرېکې مرسته کړې وه اوځنې مشران پکې دا وخت د حکومت په اهم چوکو ناست دي.
محمد صادق وویل پاکستان د ټولو افغان مخالف ډلونه غوښتنه کړې ده چې د مفاهمت په عمل کې دې شامل شي.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان د مفاهمت په عمل کې پاکستان څه کردار ادا کولی شي، محمد صادق وویل پاکستان نه باید جائز توقعات وولرلی شي ځکه چې پاکستان او طالبان یوه ډله نه ده. هغه زیاته کړې پاکستان نه خو په طالبانو څه واک لري، نه وسله او نه پیسې ورکوي.
محمد صادق وویل افغانستان باید یو داسې حکومت وولری چې ټول قامونه پکې نمائندگي وولري او هم ددې د لارې یاغیتوب ختمیدی شي، د مختلف قامونو په منځ کې تاؤتریخوالی لرې کیدی شي او د خانه جنگۍ مخه نیولی شي.