پرويز اشرف: افغانستان کې امن دافغانانو په مشرۍ په خبرو ټينگيدى شي

د پاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف دزيارت په ورځ په يوه ورځنۍ دوره دافغانستان پايتخت کابل ته رسيدلى ، چې دغلته به هغه د افغان صدر حامد کرزي او نورو مشرانو سره په ليدنو کې افغان حکومت سره دطالبانو په مذاکراتو او دافغانستان دپولې څخه دپاکستان په خاوره دتندلارو لخوا دکيدونکو بريدونه دمخنيوي په اړه خبرې اترې کوي.
وزيراعظم سفر په دغه سفر کې دبهرنو چارو وزيره حنا رباني کهر، دوزيراعظم داخله مشاور رحمان ملک او دتجارت په اړه دمملکت وزير عباس احمد افريدي هم ملگري دي.
ښاغلي اشرف وئيلي دي په افغانستان کې اوږدمهاله امن يواځې دافغانانو په مشرۍ ديو داسې سياسي هواري له لارې ممکن دى چې پکې ټول افغان شراکت داران شامل وي.
په کابل کې دپاکستان په سفارت خانه کې دافغانستان د ائتلافي حزب اختلاف( اى اين ايف) مشرانو سره دخبرو په مهال راجه پرويز اشرف وويل پاکستان دا ى اين ايف دمشرتابۀ سره دوستانه اړيکې لري.
داى اين ايف په مشرانو کې احمد ضياء مسعود، استاد محمد محقق او فيض الله ذکي شامل وؤ.
وزيراعظم اشرف وويل پاکستان دټولو افغان ډلو او مشرانو سره خپلو دوستانه اړيکو ته ارزښت ورکوي او غواړي چې دغه مضبوطې اړيکې نورې هم ښې شي.
هغه وويل غواړو چې تاجک، هزاره او ازبک مشرانو سره په گډه کار وکړو ، ترڅو په افغانستان کې دثبات لپاره اړيکې مضبوطې شي.
تيره مياشت دپاکستان دوزيراعظم جوړيدو راپديخوا دپرويز اشرف کابل ته دا لمړى سفر دى.
دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف به دکابل په سفر راغلي برطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون سره هم ليدنه کوي او په دغه موقع ه درې فريقي مذاکرات هم ترسره کيږي.
کابل ته دروانيدو څخه وړاندې ميډيا سره خبرو کې راجه پرويز اشرف وويل دخپل دغه سفر په مهال به طالبانو سره دامن مذاکراتو او دافغانستان څخه دپاکستان په خاوره دتندلارو دبريدونو په اړه خبرې اترې کوي.
هغه وويل دترهه گرۍ په ضد هڅو کې دپاکستان کردار دچا څخه پټ دى او بايد نړيواله ورورولي دغه خبره ومني.
دهغه وينا وه څومره قربانۍ چې پاکستان ورکړي کوم بل هيواد نۀ دي ورکړي، دا جگړه نۀ يواځې دا پاکستان جگړه ده بلکې دسيمې جنگ هم دى او مونږ گڼو چې پاکستان هاغه مسؤليت ترسره کوي چې دنړيوالې ورورولۍ له لوري پرې پريوځي.