د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وويل، بلوچستان کې په جعفر اېکسپرېس برید کې د افغانستان خاوره کارول شوې او د پېښې په وخت هم معلومه شوې، چې رابطې هم افغانستان کې موجودو خلکو سره کېدې. له دې وړاندې د پاکستان پوځ هم دغه رنګه دعوه کړې خو په افغانستان کې واکمن طالبانو دغه دعوې په کلکه رد کړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په اوونيزه خبري غونډه کې وويل، پاکستان د پولو څخه بهر ترهګرۍ ښکار دی. هغه زياته کړه، افغانستان سره ښې اړيکې ساتل غواړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه، هند پاکستان کې ترهګرۍ کې ککړ دی، او په دغې اړه د پاکستان پاليسۍ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
په 11م مارچ د بلوچستان په بولان سيمه کې په جعفر اېکسپرېس شوي بريد په اړه د پاکستان پوځ پرون ناوخته رسمي خبر ورکړی او ويلي يې دي، پېښه کې 21 بې ګناه خلک وژل شوي دي.
پوځ ویلي، د يرغمل کوونکو ضد او ژغورنې عملياتو کې څلور د اېف سي ځواک عسکر او 33 وسله وال وژل شوي دي.
پوځ په اور ګاډي د حمله کوونکو ضد عملياتو ختمولو اعلان کړی وو.
په جعفر اېکسپرېس د برید زم واري بلوڅ بېلتون خوښې ډلې بي اېل اې منلې وه.
د پاکستان پوځ هم دعوه کړې، استخباراتو یې تصديق کړی چې دغه حمله افغانستان کې د موجودو ترهګرو مشرتابه ترتيب کړې وه لارښونه یې ورته کوله، او د پېښې په وخت هم ترهګرو سره په رابطه کې وو.
د پاکستان پوځ ويلي، افغانستان کې عبوري حکومت دې خپلې زمه وارۍ پوره کړي، خپله خاوره دې د ترهګرۍ ضد کارېدو ته پرې نه ږدي.
خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په اېکس پوسټ کې وويل، دوی بلوچستان کې د مسافرو په اور ګاډي شوی بريد، چې د پاکستان پوځي وياند یې د افغانستان سره تړي، دغه تورونه په بې بنياده بولي او په کلکه یې ردوي.
بلخي ويلي، پاکستان دې د داسې غېر زمه واره بيانونو په ځای خپلو امنیتي او کورنيو ستونزو هوارولو ته پام وکړي.
هغه زیاته کړې، د مخالفه بلوڅو هيڅ غړي په افغانستان کې نشته او نه د طالبانو سره کومه اړيکې ساتلې ده. هغه په پېښه کې د خلکو په وژنه خواشيني هم څرګنده کړې ده.
په جعفر اېکسپرېس برید په نړيواله کچه غندل شوی
پاکستان کې د امریکې سفارتخانې په جعفر اېکسپرېس اور ګاډي د حملې او د مسافرو يرغمال کولو په کلکه غنده کړې ده.
د امريکې سفارتخانې ويلي، بلوچ لبرېشن ارمي، بي اېل اې د بريد زمه واري منلې، او دغه ډله امریکې نړيواله ترهګره ډله ګرځولې ده.
امریکې په پېښه کې د اغېزمنو سره د اغېزمنو سره خواخوږي او غمرازي کړې او پاکستان سره د ودرېدو یې ویلي دي.
چين هم په جعفر اېکسپرېس د حملې غندنه کړې او ويلي يې دي، چين به د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان ملاتړ جاري ساتي.
د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش هم په جعفر اېکسپرېس بريد په کلکه غندلی دی.
برتانیې، روس، يورپي يونين، فرانس، ترکي او نورو هيوادونو هم په جعفر اېکسپرېس بريد غندلی دی.