دگيس پا ئپ لا ئن منصوبې په زر ترزه مکملولو اتفاق

دپاکستان صدر اصف علي زرداري دشورو په ورځ تهران له رسيدو وروستو دخپل ايراني سيال محمود احمدي نژاد اؤ دايران دروحاني پيشوا ايت الله خمينۍ سره ليدنه کړې ده.
په دغو ليدنو کې داړونده خوښۍ په چارو اؤ دسيمه ييز صورتحال ترڅنگ ددواړو هيوادونو ترمينځ دانرژۍ څانگه کې دمرستې په اړه په بيلا بيلو چارو خبرې شوي دي.
دايران روحاني پيشوا ايت الله علي خمينۍ وئيليدي چې ايران اؤ پاکستان ته به دگيس پائپ لا ئن دجوړولو په لړ کې امريکائي فشار نظرانداز کول وي.
په عين حال کې دگيس پائپ لا ئن په حواله دامريکا خارجه محکمه وائي چې مذاکراتو کې برخه اخستونکي دې دداسې هلو ځلو څخه لرې اوسي کومې چې دپابندۍ په دائره کې راځي.
دپاکستان دسرکاري ميډيا ترمخه دپاک ايران گيس پائپ لا ئن اؤ ايراني سرحد سره تړلې دپاکستان دبلوچستان صوبې په ځينو سيمو کې ايران څخه دارزانې بجلۍ د وراړولو پشان په منصوبو خبرې شوي.
مذاکراتو کې ددغو منصوبو دزر تر زره په مکملولو اتفاق شوى چې ورسره به دپاکستان دانرژۍ دضرورتونو په پوره کولو کې مدد ترلاسه شي.
دپاکستان دسرکاري ريډيو ترمخه ايران وائي چې هغوي به په پاکستاني سيمه کې دگيس پائپ لا ئن دخورولو کار ډير زر پيل کړي ، چې دغه شان دقدرتي گيس دبرامد دغه تجويز شوې منصوبه زر مکمل کړى شي.
دپاکستاني وزيراعظم دپيټروليم اؤ قدرتي وسيلو په اړه مشاور ډاکټر عاصم حسين هم صدر زرداري سره په هيئت کې شامل ؤ اؤ هغه وائي چې دگيس پائپ لا ئن په حواله به ډير زر ښه خبر واوريدل شي.
دصدر زرداري اؤ دهغه دايراني سيال محمود احمدي نژاد ترمينځ ليدنه کې دپاکستان دبلوچستان صوبې ساحلي ښار گوادر کې دايران له لوري دتيلو دپاکولو دکارخانې دجوړولو په معامله هم غور وشو.
ايران اوس اوس دگوادر په مقام ائيل ريفائنري جوړولو کې دلچسپي ښودلې وه.
امريکا دتهران دلانجمن جوهري پروگرام له امله ايان کې دتيلو اؤ گيسو په څانگه کې په لويه پيمانه په سرمايه کارۍ پابندي لگولې ، خو پاکستان وائي چې دبهرني مداخلت دپرواه کولو پرته به دخپلې انرژۍ دضرورتونو پوره کولو لپاره گامونه اخلي.
دزيارت په ورځ دامريکا دخارجه محکمې قائمقام وياند پيټرل وينټريل دمعمول مطابق دبريفنگ په مهال ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل مونږ گڼو چې دپاکستان دانرژۍ دضرورتونو پوره کولو لپاره نور اوږدمهاله هوارى هم موجود دى اؤ دامريکا حکومت هم پاکستان کې دانرژۍ دبحران په کمي کې مدد کوي.