صدر اوباما : شمالي کوريا دې جنگي رويه پريږدي

دامريکا صدر براک اوباما په شمالي کوريا غږ کړى چې خپله جنگي رويه دې پريږدي.
صدر اوباما دا هم وائي چې امريکا به دخپل ځان اؤ خپلو ائتلافيانو دتحفظ لپاره ټول ممکنه گامونه اخلي.
دزيارت په ورځ په اوول افس کې دملگرو ملتونو دعمومي سکتر بانکي مون سره دليدنې وروستو صدر اوباما وويل دشمالي کوريا مشران دې دنيوکلئير حملو دگواښونو څخه ډډه وکړي.
صدر اوباما وويل" اوس وخت دى چې شمالي کوريا خپل جنگي سوچ پريږدي اؤ حالات معمول ته راولي، دجزيرې پشان کوريا کې څوک هم شخړه نۀ غواړي "
اوباما اشاره ورکړه چې دستونزې سفارتي دروازه پرانستې ده ، خو هغه خبردارى ورکړو چې امريکا به دشمالي کوريا دپوځي کارروايۍ څخه خپل ځان محفوظوي.
اوباما وويل " مونږ به ددغو ستونزو څخه ځينې په سفارتي توگه دهوارولو لپاره کار دوامداره ساتو، تر دې چې ما سيکرټري جنرل ته هم وئيلي چې اومريکا به دخپلو خلکو دتحفظ لپاره ټول ضروري گامونه اخلي اؤ په سيمه کې دائتلافونو لاندې دخپلو ذمه وارو پوره کولو لپاره "
سيکرټري جنرل ، دچا تعلق چې دجنوبي کوريا سره دى ، هم په Pyongyang کې چارواکو ته داضافي دړکو کولو څخه دځان ساتلو خبردارى ورکړو.
بانکي مون وويل دشمالي کوريا چارواکو ته وئيل غواړي چې دنورو پاريدونکو گامونو اؤ پاريدونکو بيانونو څخه ځان وساتي ، ځکه چې دا مددگار نۀ دي.