شمالي وزيرستان : بمي چاؤدنو کې پينځه کسان مړۀ،13 ژوبل

دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دجمعې په ورځ ترسره شوؤ دوؤ بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي اؤ 13 نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دغه چاؤدنې دشمالي وزيرستان دميرانشاه په خواجه جان مارکيټ اؤ يو چيک پوسټ ترسره شوي دي.
سرچينې وائي چې لمړۍ چاؤدنه په يو موټر سائيکل دايښودل شوي ريموټ کنټرول بم دچاؤديدو له امله شوې ده ، خو ددوهمې چاؤدنې ددقيق نوعيت په اړه تر دې مهاله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
ژوبل کسان ايجنسي هيډکوارټرز هسپتال ميرانشاه ته وړل شوي اؤ دچاؤدنو وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې ده.
شمالي وزيرستان دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې پکې دامريکائي اؤ افغاني چارواکو ترمخه دالقاعده سره تعلق لرونکو په سلګونو جنګيالو خپلې خوندي ځالې جوړې کړي اؤ ددغه ځايې څخه دپولې پورې غاړې په افغاني اؤ امريکائي ځواکونو دبريدونو وروستو بيرته دپاکستان په خاوره کې پناه اخلي.
په تيرو وختونو کې امريکائي چارواکو پاکستان څخه په دغه قبائيلي سيمه کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو غوښتنه کړې ده ، خو پاکستاني چارواکي دريځ لري چې هغوي به دغه عمليات دضرورت مطابق خپلو ملي وسيلو ته په کتلو سره په مناسب وخت کې پيل کوي.