ايران :ديورينيم دغني کولو حق دې يې ومنل شي

قزاقستان کې دايران په ايټمي پروگرام دنړيوالو قوتونو سره دروانو خبرو اترو په مهال ايران دخپل لانجمن ايټمي پروگرام دفاع کړې ده.
دايران مهم استازي سعيد جليلي وويل بايد نړيواله ورورولي د يورينيم د غني کولو ايراني حق ومني.
الماتى کې کيدونکو خبرو کې برطاينه، فرانس ،روس ، امريکا، چين اؤ دجرمني پشان نړيوال قوتونه شامل دي.
په دغه مهال الماتى کې دايراني هيئت استازي سعيد جليل وويل خبرې اترې ديو ټکي څخه وړاندې تللى شي اؤ هغه دا چې دايران حق دې ومنل شي اؤپه ځانگړې توگه ديورينيم دغني کولو حق، مونږ دپرامنه جوهري انرژۍ خبره کوؤ.
دزيارت په ورځ ميډرډ کې دملگرو ملتونو عمومي سکتر باکي مون دايران اؤ نړيوالو قوتونو ترمينځ خبرو اترو څخه د ښه پرمختگ هيله څرگنده کړې وه.
هغه په ايران ټينگار کړى ؤ، دا خبره دې ثابته کړي چې ايټمي پروگرام يې دپرامنه مقصدونو لپاره دى.