خيبرايجنسي:دنيټو دکنټينرو په کاروان حمله کې 6 کسان وژل شوي

Nato Convoy Attacked in Khyber Agency

دگل په ورځ دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په جمرود علاقه کې وسله والو جنگيالو افغانستان کې دميشتو ائتلافي ځواکونو په سامان وړونکو گاډو بريد کړى چې له امله يې شپږ کسان وژل شوي اؤ دناټو گڼ شمير پوځي گاډي اؤ نور سامانونه سوځيدلي دي.
دسيمې څخه سرچينو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي دغه بريد دکراچۍ څخه دخيبرايجنسۍ په لاره افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو ته دسامان رسوؤنکو کنټينرو په قافله دجمرود په هاغه سيمه کې شوى چرته چې په لږه فاصله دخاصه دار ځواکونو چيک پوسټ اؤ چوکۍ ده.سرچينې ورانکارو دناټو په کنټينرو دراکټو داغلو ترڅنگ ناتاره ډزې هم کړي چې له امله يې ددغه گاډو شپږ ډرائيوران وژل شوي دي.
دپوليټکل انتظاميې سرچينو وائس اف امريکه ډيوه ريډيو ته وئيلي ورانکارو دغه بريد په بې کچه منظم ډول کړى اؤ هغوي ټولو دبريد په مهال دخاصه دارو وردۍ اغوستې وې.
دغه سرچينې وائي دبريدکوونکو شمير دپينځلسو څخه نيولې تر شلو وؤ ، چې جديدې وسلې يې لرلې.
دبريد څخه وروستو دنيټو دپاره په سامان وړونکو گاډو اور ولگيدو.داور لگيدو څخه درې ساعته وروستو چې کله داور وژنې عمله سيمې ته ورسيده ، نو تر هغې ټول گاډي اؤ په هغې بار سامانونه د داور په لمبو کې ايره شوي وؤ.

اخوا په چمن سرحدي پوله افغانستان له ناټو لپاره سامان وړونکو ټینکرو ډراېیورانو نن د چمن په پوله احتجاج کړی دی


اخوا د پاکستان ا و افغانستان په چمن سرحدي پوله افغانستان له ناټو لپاره سامان وړونکو ټینکرو ډراېیورانو نن د چمن په پوله احتجاج کړی دی. دغه ډرایورانو تور لګولی دی د پاک افغان پولی بل اړخ ته په افغانستان کې په چیک پوستو افغان چارواکي ددوي نه په بیلا بیلو بهانو پېسې اخلي او دوي تنګوي. ولې بل خوا افغان چارواکو ددغو تورونو پخلې نه دی کړي. څو ورځې وړاندی هم د چمن په پوله پاکستاني ډریورانو هم دغه شان تورونه لګولي وو او په احتجاج کې یې خپل ګاډی اودرولي وو.
بايد وويل شي دغه پيښه چې په کوم ځايې کې رامينځته شوې ، هلته دسړک دواړو غاړو ته يواځې دڅو فارلانگو په فاصله دخاصه دار ځواکونو دڅارنې پوسټونه جوړ دي اؤ دپوليټيکل خاصه دارو چوکۍ هم ورسره نزدې ده.
دسختې امنيتي سيمې دحيثيت لرلو باوجود ورانکاري ددغه کارروايۍ څخه روغ رمټ وتلي دي.
دخيبرايجنسۍ سيمه ييزې تندروه ډلې جيش الاسامه ددغه بريد پړه په غاړه اخستې ده.
بايد وويل شي دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سره پيوست خيبرايجنسي افغانستان کې دنيټو ميشته پوځيانو ته دسامانونو رسولو تر ټولو مهمه ځمکنۍ لاره ده اؤ له دې وړاندې هم په دغه قبائيلي سيمه کې څو کرته دناټو کنټينرې ددغسې بريدونو لاندې راغلي دي.
دغه اوسنى بريد په داسې مهال شوى چې ټاکل شوې دکال 2014م تر پايې افغانستان څخه بهرني عسکر وتل پيل کوي اؤ هغوي به خپل زياتره سامانونه هم دخيبرايجنسۍ دځمکنۍ دکراچۍ تر بندرگاه رسوي.
په دغسې حال کې څيړونکي پوښتنې راولاړوي ، چې دپاکستان امنيتي ځواکونو ته به په محفوظ ډول دخپلو ځمکنو لارو څخه دنيټو دکنټينرو تيرول ديو لويې امنيتي چيلنج څڅه کم نۀ وي.