هيواد څخه بهر دمشرف په وتلو پابندي، ضمانت کې پراختيا

تيره اوونۍ پرويز مشرف دڅلور کلنې خودساخته جلاوطنۍ وروستو پاکستان ته ستون شوى ؤ اؤ له دې وړاندې دهغه دلور لخوا سندهـ هائيکورټ څخه دهغه دضمانت غوښتنه منظوره کړل شوې وه اؤ مشرف ته حفاظتي ضمانت ورکړل شوى ؤ

دپاکستان دسندهـ صوبې هائيکورټ په دريوؤ مقدمو کې دپاکستان دپخواني پوځي صدر جنرال(ر) پرويز مشرف حفاظتي ضمانتونو کې پراختيا کړې اؤ پرته له اجازت څخه يې دهغه دهيواد څخه په بهر وتلو پابندي لگولې ده.
عدالت ته دپيشۍ په مهال يو تن په پيزار سره دپرويز مشرف دويشتلو هڅه هم کړې ، خو هغه ددغه گزار څخه بچ شوى دى.
پرويز مشرف په ضمانتونو کې دپراختيا لپاره دجمعې په ورځ په لمړي ځل کراچۍ کې عدالت ته وړاندې شوى دى.
دججانو کيس کې داوريدنې په مهال سرکاري وکيل دال پاکستان مسلم ليگ دمشر دحفاظتي ضمانت مخالفت وکړو خو دسندهـ هائيکورټ چيف جسټس مشيرعالم دهغه دليلونه مسترد کړل اؤدپرويز مشرف په ضمانت کې يې د15ؤ ورځو پراختيا وکړه.
له دې وړاندې عدالت په 22م مارچ هغه ته دلسو ورځو ضمانت ورکړى ؤ.
کله چې دپاکستان دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو اؤ بلوڅ قام پرست مشر اکبر بوگټي دوژنې کيسونو کې جسټس سجاد علي شاه دپرويز مشرف له لوري حفاظتي ضمانت کې دپراختيا ددرخواست اوريدنه وکړه نو دهغه وکيل عبدالقادر هاليپو پخپلو دليلونو کې وويل پرويز مشرف دبيلا بيلو حلقو څخه عامو انتخاباتو کې برخه اخلي ، ځکه دې دهغه په ضمانت کې ددوؤ مياشتو پورې پراختيا وکړل شي.
دسندهـ پراسيکوټر جنرل شهادت اعوان ددې مخالفت وکړو اؤ وې وئيل کوم تن چې په مقدمو کې اشتهاري گرځول شوى ؤ دهغه حفاظتي ضمانت کې پراختيا نۀ بلکې دهغه حفاظتي ضمانت منسوخيدل پکار دي.
خوعدالت ددې سره اتفاق ونۀ وکړو اؤ مشرف ته يې دججانو دبرطرفۍ کيس کې د15ؤ ورځو حفاظتي اؤ دبې نظيرې اؤ اکبر بگټي دوژنې کيس کې د دنورو 21ؤ ورځو لپاره دضمانت ورکولو په ترڅ کې امر وکړو چې هغه دې راولپينډۍ اؤ ډيره بگټي کې داړونده عدالتونو څخه دضمانت پخلى وکړي.
محکمې دهيواد څخه دهغه په بهر تللو پابندي ولگوله اؤ وې وئيل هغه دعدالت دجازت پرته پاکستان څخه بهر نۀ شي تللى.
په پرويز مشرف دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو اؤ بلوڅ قام پرست مشر دوژنې اؤ 2007م کې دقاضيانو دنظربندۍ تورونه دي ، خو تيره ورځ کراچۍ کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال پرويز مشرف دځان دفاع وکړه اؤ دغسې ټول تورونه يې بې اساسه گرځولي دي.
تيره اوونۍ پرويز مشرف دڅلور کلنې خودساخته جلاوطنۍ وروستو پاکستان ته ستون شوى ؤ اؤ له دې وړاندې دهغه دلور لخوا سندهـ هائيکورټ څخه دهغه دضمانت غوښتنه منظوره کړل شوې وه اؤ مشرف ته حفاظتي ضمانت ورکړل شوى ؤ.