لندن اولمپکس هاکۍ کې د گروپ اى مهم ميچ نن د پاکستان او اسټريليا ترمينځ ترسره شوى چې پکې اسټريليا پاکستان ته په 7-0 سره ماتې ورکړې ده او دسيمي فائنل لپاره يې کواليفائي کړې ده.
داسټريليا څخه ددغه ماتې خوړلو سره سم لندن اولمپکس کې دپاکستان دميډل گټلو اخرى اميد هم ختم شوى دى.
سيمي فائنل پورې رسيدو لپاره پاکستان ته په هر صورت کې داسټريليا په ضد دگټې ضرورت ؤ خو اسټريليا دښې لوبې دڅرگندونې په ترڅ کې هره څانگه کې خپله برتري ثابته کړه او داسې ښکاريده چې پاکستان سره داسټريليا دفارورډ لائن دمخنيوي هيڅ پلان نۀ ؤ.
اسټريلوي ټيم دلوبې په لمړي هاف کې څلور او دوهم هاف کې درې گولونه اسکور کړل ، خو پاکستان داسټريليا په ضد په دغه ميچ کې ديو گول په کولو کې هم نۀ دى بريالى شوى.
اسټريليا دگروپ اى څخه سيمي فائنل کې ځائې جوړونکى ټيم دى او ددوهم ټيم فيصله به دبرطانيې او اسپين ترمينځ دميچ وروستو کيږي.
په عين حال کې چين دلندن اولمپکس دلسو ورځو لوبه کې خپله برتري برقراره ساتلې او په مجموعي توگه يې 64 تمغې ترلاسه کړي چې په هغې کې 31 دسرو زرو تمغې هم شاملې دي.
امريکا په مجموعي توگه 63ؤ تمغو سره په دوهم مقام ده چې پکې 29 دسرو زرو تمغې دي.
دجميکا سره تعلق لرونکي ايتهليټ يوسين بولټ داولمپکس په 9مه ورځ دسړو د100ؤ ميټرو زغل کې دسرو زرو دتمغې گټلو سره دنړۍ دتر ټولو چټک منډه وهونکي سړي اعزاز پځايې ساتلى.
دلندن اولمپکس ديوولسمې ورځې لوبو کې به تر ټولو دزياتو تمغو فيصله ايتهليټکس کې کيږي، ديوولسمې ورځې په 20ؤ لوبو کې به د21ؤ تمغو فيصله کيږي.