د لندن اولمپکس لپاره ټولې تيارۍ سرته رسول شوي

د پرانستې دستورې تفصيلات تر دې مهاله په راز کې ساتل شوي

د پرانستې دستورې تفصيلات تر دې مهاله په راز کې ساتل شوي، په ټوله نړۍ کې به يو ارب خلک دا په ټي وي گوري، او ديوې اندازې ترمخه د30ؤ څخه تر 40ؤ لکو پورې کسان به داولمپک وليج اسټيفرډ مخه کوي.
برطانوي حکومت امنيتي انتظامات نور هم سخت کړي او داولمپک وليج په امنيت دمامورو پوځيانو شميره 18,000ؤ ته رسول شوې ده.
د لندن ښار دميئر ترمخه داولمپکس په مهال به په بشپړه امنيتي انتظاماتو هيڅ رقم ساز باز نۀ کيږي.
هغه وائي اولمپک وليجز مکمل محفوظ دي او دشخصي کمپنۍ G4s عمله دلوبو په ميدانونو کې خپلې پيشه وارانه ذمه وارۍ په ښې طريقې سره ترسره کوي، دغه کسان دبرطانوي پوځ سره په شريکه په ښې طريقې سره خپل خدمات ترسره کوي، دغه هر څه ډير ښه ښکاري.
لندن اولمپکس 2012ء کې دپاکستان هاکۍ، ايتهليټکس، سوئمنگ او شوټنگ ډلې مقابلو کې برخه اخلي، دتجزيه کارو ترمخه کيدى شي يواځې دپاکستان دهاکۍ ډله اولمپکس کې دکومې تمغې په گټلو کې بريالۍ شي، خو پخپل لمړي پريکټس ميچ کې دبيلجيئم څخه په دوه صفر دماتې وروستو دپاکستان هاکۍ دډلې اولمپکس لپاره په شوؤ تيارو او دسينئر لوبغاړو په فټنس د اوس څخه پوښتنې راولاړولى شي.
د2012م لندن اولمپکس کې به دپاکستان پشمول دنړۍ دهاکۍ 12 ښې ډلې دمډال دترلاسه کولو لپاره ميدان ته دانگي.
دغه ټيمونه په دوؤ ډلو کې ويشل شوي، پاکستان به پول اى کې خپل لمړى ميچ په 30مه جولايۍ دسپين، په لمړي اگست دبرطانيې، پينځم اگست دجنوبي افريقې او اخري گروپ ميچ په اووم اگست داسټريليا په ضد لوبوي.
په دواړو پولونو کې په لمړي او دوهم نمبر راغلې ډلې به دسيمي فائنل لپاره کواليفائي کوي.
دپاکستان دهاکۍ ټيم مشري به په هاکۍ تر ټولو زيات گولونه سکور کوونکى ورلډ ريکارډ هولډر سهيل عباس کوي.
دپاکستان هاکۍ ټيم 1960ء روم اولمپکس کې هند ته په ماتې ورکولو سره په لمړي ځل داولمپک چيمپئن جوړيدو اعزاز ترلاسه کړى ؤ، خو شل کاله وړاندې د 1992ء بارسلونه اولمپکس کې دشهباز احمد په مشرۍ دمډال گټلو وروستو په اولمپکس مقابلو کې دپاکستان دهاکۍ ټيم په کومې تمغې ترلاسه کولو کې ناکامه پاتې شوى.