لندن اولمپکس څخه وړاندې د ښځو فټبال مقابلې

د لندن اولمپکس 2012م دباقاعده پيل کيدو څخه دوه ورځې دمخه دشورو په ورځ دلوبو اغاز دبرطانيې او نيوزي لينډ ترمينځ دښځو دفټ بال ميچ څخه کيږي.
دښځو دفټ بال دغه ميچ به دکارډف ملينيئم سټيډيم کې ترسره کيږي.
دبرطانيې دثقافت وزير جيريمي هنټ به هم دميچ کتلو لپاره ځي.
دبرطانوي ټيم کپتان کيسي سټوني وائي ددغه ميچ کيدو سره به دښځو فټبال ميچ نور هم مشهور شي.
سټوني وويل دغه ميچ ديو هيواد ترمينځ نۀ بلکې په نړيواله کچه دى او مونږ هيله لرو چې دښې کارکردګۍ څرګندونه به کوؤ.
هغه وائي دا دخوښۍ خبره ده چې مونږ دلوبو پرانسته کوؤ.
دنيوزي لينډ او برطانيې ترمينځ ددې لمړي ميچ څخه وروستو به دکيمرون او برازيل دټيم ترمينځ دفټبال ميچ کيږي.
هائيډ پارک دلندن اولمپکس دنيغ په نيغه خپرونو لپاره تيار کړل شوى، دټولو ايونټس نيغ په نيغه کتلو لپاره لويې سکرينونه نصب کړل شوي.
دلوبو تر ټولو سترو مقابلو لندن اولمپکس پيل کيدو کې اوس يواځې دوه ورځې پاتې شوي.
داولمپک لوبو پرانستې دستوره کې داتياوؤ زرو او اختتامي دستوره کې دپنځوسو زرو کسانو د ورتګ هيله کيږي.
دلندن ميئر بورس جانسنز داولمپک لوبو دمقاماتو دوره کړې او ددغو ځائيونو دحفاظتي ګامونو جاج يې اخستى.
په عين حال کې دټينس لوبغاړي اينډي مرى او وينس وليم داولمپک مشال تر ومبلډن کورټ پورې رسولى.
کله چې دټينس لوبغاړى اينډي مري داولمپک مشال تر ومبډلډن کورټ پورې ورسولو نو هلته موجودو کسانو هغوي ته هرکلى ووئيلو.
په دغه موقع برطانوي لوبغاړي وويل دمشال په لاس کې راخستل دکوم اعزاز څخه کم نۀ دي او دا دهغه دژوند لپاره ديادولو شيبه ده.
ددې ترڅنګ مشال امريکائي ښځينه ټينس سټار وينس وليم هم په ومبډلډن کورټ کې ونيولو او دخوشحالۍ څرګندونه يې وکړه.
وينس وليم وويل دا ډيره دخوښۍ شيبه ده، کله چې هغه دمشال نيولو لپاره راوغوښتل شوه نو باور يې نۀ راتلو او په اولمپک لوبو کې برخه اخستل دهر لوبغاړي خوب وي.