دامريکا ددفاع وزير ليون پنيټا وئيلي دي چې په امريکا دکوم بل ترهه گريز بريد دمخنيوي لپاره به دغه هيواد پاکستان او نوروهيوادونو کې دالقاعده دجنگيالو په ضد دډرون بريدونه دوامداره ساتي.
په پاکستان، يمن او صوماليه کې دالقاعده دجنگيالو په ضد په ترسره کيدونکو ډرون بريدونو دبشري حقونو دتحفظ ډلو او دامريکا يو شمير ائتلافيانو نيوکې کړې خو پنيټا وائي چې دامريکا دغه کيمپائين موثره پاتې شوى.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا په راتلونکو کلونو کې دسي ائي اى هدفي بريدونه اودريدل پکار دي پنيټا اى ايف پي ته په يوه مرکه کې وئيلي دي چې دنائن اليون دبريدونو ديوې لسيزې څخه د زيات وخت دتيريدو باوجود دډرون بريدونو ددوامداره پاتې کيدو ضرورت دى.
هغه وويل زما په فکر دا دهاغه خطرې په نوعيت انحصار کوي چې مونږ ورسره مخ يو، مونږ دجنگ په حالت کې يو، مونږ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دجنگ په حالت کې يو او دغه حالت کې مونږ دنائن اليون څخه راپديخوا راروان يو.
دهغه وينا وه چې زمونږ دکارروائيو بنيادي مقصد هاغه خلک په نخښه کول دي چې په دې هيواد يې بريد کړى ؤ، په نيويارک کې يې 3,000 بې گناه خلک او ددې ترڅنگ 200 دلته په پينټاگون کې هم.
دهغه وينا وه” زما په فکر مونږ په غاړه دا ذمه واري لرو چې کومو خلکو دغو بريد ترسره کړى ؤ او اوس هم په دې هيواد دبريد کولو منصوبه بندي کوي ، چې دکومې ټيکنالوجۍ په کارولو سره هم مونږ دهغوي تعقيب وکړو “
دامريکا ددفاع وزير دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې ملگرو ملتونو پاکستان، افغانستان، يمن ، فلسطيني سيمو اؤ صوماليه کې ترسره شوؤ ډرون بريدونو کې داولسي وگړو دوژل کيدو په اړه دپلټنو پيل کولو فيصله کړې ده.