د پاکستان د پنجاب صوبې په سرښار لاهور کې د نهې په ماښام ترسره شوي بمي چاؤدنې پړه لشکر بلوچستان نومي تنظیم پخپل سر اخستې ده. په دغه چارودنه کې لږ ترلږه دوه کسان وژل شوي وؤ او د 30ؤ نه زيات نور ژوبل شوي وؤ.
دا په لمړی ځل ده چې لشکر بلوچستان نومی تنظیم د بلوچستان ځوبی نه بهر د پاکستان په بلې کومې برخې کې برید پړه منلې ده.
لشکر بلوچستان یو ویاند میډیا ته د کوم نه معلوم ځاې نه د ټیلي فون د لارې ویلي دي دغه برید یې په بلوچستان کې د بلوڅانو د مړو او په کراچۍ کې د بلوڅو مېرمنو د وژنې په غبرگون کې کړې.
تېره ورځ د لاهور د پولېسو یو مشر ايس ايس پي اسلم ترين وئیلي وؤ چې دغه چاؤدنه د لاهور ريلوى سټيشن کې شوې وه.
نوموړي هغه رپورټونه رد کړې ؤ چې گنې دا يو ځانمرگى بريد ؤ او وې وئيل چې بم د وړاندې څخه ښخ کړل شوى ؤ.
د پوليسو وينا ده چاؤدنه کې دپينځوؤ څخه نيولې تر 6ؤ کلو گرامو پورې بارود استعمال شوي وؤ.
ترين وويل په وژل شوؤ کې يو قُلي او يو پوليس عسکر هم شامل دى.
دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې غږ يې تر لرې لرې پورې اوريدل شوى دى، دچاؤدنې وروستو پوليسو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې.
پيښه کې ژوبل شوي کسان گنگارام روغتون ته وړل کيږي، چې پکې دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږي.
له دې وړاندې دپوليسو يو افسر عبدالرزاق په دغه چاؤدنه کې ددوؤ کسانو دوژل کيدو او لسو نورو دژوبل کيدو پخلى کړى ؤ.
د لاهور بمي برید پړه لشکر بلوچستان پخپل سر اخستې
د لاهور دايس ايس پي اسلم ترين ترمخه دغه چاؤدنه دلاهور ريلوى سټيشن کې شوې ده