خيبرپښتونخوا کې دپيراملټري او پوليس په څارنه کې دپوليو کمپائن بيا پيل شوى

په کراچۍ ، پيښور او چارسده کې د9ؤ صحت دغړو دوژل کيدو وروستو دخيبرپښتونخوا په ځينو سيمو کې دروغتيا ښځينه کارکوونکو دخپل کار ددوامداره ساتلو څخه انکار هم کړى دى

دجمعې په ورځ چارواکو وئيلي دي چې دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې دصحت په کارکوونکو اوس اوس دترسره شوؤ بريدونو وروستو خيبرپښتونخواصوبه کې دپيراملټري او پوليس عسکرو په ملاتړ دپوليودمخنيوي کمپائن بيا پيل شوى دى.
ملگرو ملتونو وروستو له هغې په ملکي کچه پاکستان کې دپوليو دمخنيوي کمپائن اودرولى ؤ چې ددسمبر په مياشت کې دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ او دخيبرپښتونخوا په چارسده، پيښور او نوښار سيمو کې دصحت 9 کارکوونکي ووژل شول.
دنهې په ورځ هم دخيبرپښتونخوا په صوابۍ سيمه کې دپوليو دويکسنيشن په اړه ديوې امدادي غيرسرکاري تنظيم يو سړى او شپږ ښځې وژل شوې وې.
يو لوړپوړي حکومتي چارواکي وئيلي دي چې په ملکي کچه دکمپائن داودرولو پځايې پريکړه شوې ده چې ماشومانو ته به په مرحله وارې طريقې سره په مکملو امنيتي انتظاماتو دپوليو څاڅکي ورکولى شي.
په خيبرپښتونخوا کې دپوليو دخاتمې په اړه يو مشر ډاکټر جانباز افريدى وائي چې دامنيت دباوري کولو لپاره به کمپائنونه په مرحله وارې طريقې سره په بيلا بيلو ضلعو کې ترسره کولى شي.
هغه وويل مونږ ته دجنورۍ د14مې نيټې څخه کمپائن پيل کول دي، خو سيکورټي کلئيرنس نۀ ؤ ورکړل شوى نو ځکه مونږ پخپل جدول نظرثاني وکړه او خپله تگلاره مو بدله کړه ، دسختو خطرو څخه ډکو ضلعو کې به دغه عمل اوس په مرحله وارې طريقې سره ترسره کولى شي.
هغه وويل دټولې صوبې په کچه دکمپائن پځايې به اوس دپوليو دمخنيوي ډلې به منتخبو سيمو ته دکافي امنيت سره په مناسب وخت کې ځي.
دروغتيا دنړيوالې ادارې ترمخه پاکستان کې په دې وروستيو کې دپوليو کيسونو کې تر ډيره حده اضافه راغلې، کال 2011م کې دپوليو 198 کيسونه رپورټ کړل شوي وؤ.
پاکستان کې دپوليو دمخنيوي په پروگرام وروستو له هغې شکونو کې زياتوالى رامينځته شوى چې کال 2011م کې دمئ په مياشت کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن داتې پتې لگولو لپاره دخيبرايجنسي يو ډاکټر شکيل افريدي دويکسنيشن يو جعلي کمپائن وچلولو.
تير کال پاکستاني طالب مشر ملا نذير ، څوک چې تيره ورځ دډرون په يو بريد کې ووژل شو په وزيرستان کې دپوليو دمخنيوي په کمپائن بنديز لگولى ؤ.
په کراچۍ ، پيښور او چارسده کې د9ؤ صحت دغړو دوژل کيدو وروستو دخيبرپښتونخوا په ځينو سيمو کې دروغتيا ښځينه کارکوونکو دخپل کار ددوامداره ساتلو څخه انکار هم کړى دى.
په پيښور کې انتظامي افسر جاويد خان مروت وائي چې ښځينه دصحت کارکوونکې په دغه کمپائن کې برخه نۀ اخلي خو مونږ دحکومتي ملازمينو، سکولونو داستاذانو او دمدني ټولنې څخه درضاکارو نومونه په فهرست کې اچولي.
هغه وويل دصحت په کارکوونکو دکوم ممکنه بريد دمخنيوي په غرض به دخالي په ورځ په هاغو سيمو کې چرته چې به 777,000ؤ ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي څاڅکي ورکولى شي دموټر سائيکل په سورلۍ پابندي لگولى شي.
دخيبرپښتونخوا دچارسدې انتظامي افسر ظفرعلي شاه وائي چې ښځينه کارکوونکو دسترو خطرو په 20ؤ سيمو کې دپوليو دڅاڅکو ورکولو څخه انکار کړى دى.
هغه وويل وړې ډلې چې پکې به دڅلورو څخه تر پينځوؤ پورې دصحت کارکوونکي شامل وي ددوؤ پوليسو او دوؤ ايف سي دعسکرو په ملاتړ به ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.