دزيارت په ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني وئيلي دي چې په قبائيلي سيمه وزيرستان کې به پوځ تر هغې ايسار وي ترڅو چې په دغه سيمه کې په مکمله توگه امن نۀ وي پځايې شوى.
جنرال کياني دغه څرگندونې وانا څخه انگور اډې پورې د50 کلو ميټره اوږد سړک دپرانستې دستورې په مهال کړي دي.
دسرچينو ترمخه دپوځ سرلښکر وويل " پوځ په سيمه کې خلکو ته دتحفظ ورکولو، امنيت پځايې کولو اؤ ددې غرض لپاره موجود دى ، ترڅو هغوي په پرامنه توگه ژوند وکړي"
هغه وويل دپوځ دهڅو له امله دترهه گرو په ضد کارروائي په يوه مياشت کې مکمله شوې ده.
هغه په سيمه کې دپوځ اؤ ترهه گرو ترمينځ دجگړو له امله محفوظو سيمو ته په وتلو کډوالو غږ وکړو چې خپلو کورونو ته دې راستانۀ شي اؤ دغلته دې يوځل بيا دخپل ژوند چارې پيل کړي.
هغه زياته کړه حکومت دسيمې خلکو ته داسانتيا ورکولو اؤ دملک دنورو برخو سره دسيمې دپيوست کولو لپاره دسړکونو جوړولو په يوه پرمختيائي منصوبه کار کوي.
دپوځ مشر وويل هغه دجنوبي وزيرستان دخلکو مننه کوي، ځکه چې دغه سيمه کې امن دهغوي په مرسته ټينگ شوى دى اؤ اوس چې ترڅو اولس نۀ وي مطمئين پوځ به په جنوبي وزيرستان کې موجود وي.
هغه وويل هرکله چې قبائيلي سيمې دخوشحالۍ سره مخ کيږي ، نو ددغه ځايې څخه به دترهه گرۍ نوغى اوځي اؤ هيڅوک به ترهه گريزو فعاليتونو کې ککړ نۀ وي.
دپاکستان دپوځ سرلښکر سره دجنوبي وزيرستان په دغه سفر کې دمتحده عرب اماراتو سفير هم ملگرى ؤ.