کرک : نښته کې دوه پوليس اؤ 6 جنگيالي وژل شوي دي

File Photo

دپاکستان دخيبرپښتونخوا په کرک سيمه کې دپوليسو اؤ تندلارو ترمينځ يوه نښته کې دوه پوليس عسکر اؤ شپږ جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دکرک په دبانډه داؤدشاه په تيري سيمه کې دزيارت په سحر پوليسو ته دتندلارو دموجوديت اطلاع ترلاسه شوه چې له دې وروستو په سيمه کې ددغو تندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل شول اؤ سيمې ته دپوليسو په رسيدو دغو جنگيالو په هغوي ناتاره ډزې پيل کړې.
نښته کې اى ايس ائي خورشيد خان اؤ سپاهي اشرف زاهد اؤ شپږ تندلاري وژل شوي دي.
ژوبل عسکر يو نزدې روغتون ته رسول شوي دي.
نښته کې درې عسکر رحمان الله، سر محمد اؤ مصطفي ژوبل شوي چې يو نزدې روغتون ته وړل شوي دي.
سرچينې وائي درې تندلاري ژوندي هم نيول شوي دي.
دغه نښته تر څو ساعتو روانه وه ، چې پکې ددواړو خواؤ څخه ديو بل په ضد درنې اؤ خودکاره وسلې کارول شوي دي اؤ سرچينې وائي په سيمه کې دتندلارو په ضد دلټونې عمليات اوس هم دوام لري.