کراچۍ : داړي گړي پيښو کې 6 کسان وژل شوي دي

دپاکستان دسندهـ ايالت سرښار کراچۍ کې داړي گړي بيلا بيلو پيښو کې لږ ترلږه 6 کسان وژل شوي دي.
په شيرشاه کې دشاهين هوټل ترڅنگ په گارډن سيمه کې په مرزا ادم خان روډ او سائټ ايريا کې دتشدد ځپلو دريوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي، دغه کسان دتښتول کيدو وروستو په ډزو ويشتل شوي دي.
همدغه شان لانډهي کې دډزو په يوه پيښه کې يو تن وژل شوى او يو بل ژوبل شوى دى.
دشاه فيصل کالونۍ په عظيم پوره نومې سيمه کې دنامعلومو کسانو په ډزويو تن وژل شوى دى.
دشيرشاه په پراچه چوک کې هم ديو تن مړى ترلاسه شوى، هغه داورنگي ټاؤن اوسيدونکى ښودل کيږي او په ډزو سره وژل شوى دى.
دسچل په اقراء اپارټمنټس کې دډزو په يوه بله پيښه کې ديو سياسي گوند سيمه ييز مشر سخت ژوبل شوى چې ددغه پيښې وروستو په سيمه کې حالات سخت تاؤژن شوي دي.
دکراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې اکثره په لساني، سياسي، مذهبي او فرقه اييز اساس وژنې رامينځته کيږي چې پړه يې په کراچۍ کې فعاله سياسي ډلې په يو بل اچوي.