کراچۍ:د ډزو اؤ اړي گړي پيښو کې شپږ کسان وژل شوي

دپاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې دجمعې په ورځ د ډزو اؤ اړي گړي پيښو کې د يوې ميرمنې په گډون شپږ کسان مړۀ اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
د سيمې څخه د ترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې د جمعې په ورځ د کراچۍ دملير چمن کالونۍ څخه د يوې ميرمنې اؤ د نيوکراچي انډسټريل ايريا څخه د يو سړي مړي ترلاسه شوي دي.
همدغه راز په سټي ريلوى کالونۍ کې دنامعلومو وسله والو په ډزو د خيبرپښتونخوا دمانسهرې سيمې سره تعلق لرونکي دوه کسان تاج منيراؤ موسي جان وژل شوي دي.
دچاکيواړه اؤ ماړي پور روډ څخه هم په گولو د ويشتل شوؤ دوؤ کسانو مړي موندل شوي دي .
په پاک کالونۍ کې په يو هوټل دنامعلومو کسانو لخوا شوؤ ډزو کې دوه د رکشو ډرائيوران رفيق اؤ شاه نواز سخت ژوبل شوي دي.
کراچۍ دپاکستان دسندهـ صوبې هغه اقتصادي ښار دى چې د تيرې څه مودې راهسې دغلته په ډيرې چټکتيا سره دامنيت وضعه ورځ ترورځه نوره هم خرابيږي او دتيرو څوکلونو راهسې په دغه ښار کې دبدامنۍ اؤ ترهگرۍ په پيښو کې په زرگونو پاکستاني وگړي وژل شوي دي.
په دغه ستر اقتصادي ښار کې کۀ چرته د رنگ،نسل اؤ ژبې په اساس په تيرو وختونو کې د بدامنۍ لړۍ جاري پاتې شوې ده نو هلته دسياسي،مذهبي اؤ فريقه ايزه اختلافونو په بنياد هم گڼو پاکستاني وگړو خپل ژوند بائيللى دى.