کراچۍ کې شپږ کسان وژل شوي

دپاکستان اقتصادي ښار کراچۍ کې دشورو په ورځ داړي گړي بيلا بيلو پيښو کې لږ ترلږه شپږکسان وژل شوي دي.
دښار دمنگوپيراو لي مارکيټ سيمو څخه ددوؤکسانو تشدد ځپلي مړي ترلاسه شوي دي.
دکراچۍ په مچهر کالونۍ کې دنامعلومو کسانو په ډزو يو تن وژل شوى دى.
په يوه بله پيښه کې په عباس کالونۍ او دکلفټن په نيلم کالونۍ کې يوه ښځه او يو سړى دچړو په گزارونو سره وژل شوي دي.
په عين حال کې دسندهـ رينجرز عسکرو دلياري په شاه بيگ لائن کې ديوې کارروايۍ په مهال په ډله ييزو نښتو کې ککړ تن بابا لاشاړي نيولى.
دغه تن داسې گڼ شمير ځائيونه په گوته کړي چرته چې لوټلى سامان پټ کړل شوى ؤ، دهغه په ښودنه رينجرز په دغو ځائيونو چاپې وهلي او غلا کړل شوى سامان يې لاسته راوړى