کراچۍ : داړي گړي پيښو کې 8 کسان وژل شوي دي

دپاکستان دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې دډزو بيلا بيلو پيښو کې لږ ترلږه 8 کسان وژل شوي دي.
دپوليسو ترمخه دکالاپُل سره نزدې ديو تن مړى ترلاسه شوى او دکورنگي په زمان ټاؤن سيمه کې په موټر سائيکل دسورو نامعلومو وسله والو په ډزو عقيل نومې تن وژل شوى دى.
همدغه شان داورنگي ټاؤن په گلشن بهار سيمه کې په ډزو ژوبل شوى 40 کلن عرفان روغتون کې ساه ورکړې ده.
په شارع فيصل دسوسائټي افس سره نزدې ديو تن په بورۍ کې بند مړى ترلاسه شوى دى.
په عين حال کې دپوليسو ترمخه دښار په گلشن بلاک څلورم کې څلور غلۀ دعلي مدثر نومې تن کور ته ورننوتلي وؤ او داطلاع په ترلاسه کيدو پوليسو دهغوي په ضد ځوابي کارروائي وکړه چې پکې څلور غلۀ وژل شوي او دهغوي دوه ملگري په تيښته کې بريالي شوي دي.
پوليس وائي چې ددغو غلو څخه يو تن برقعه اچولې وه او دهغوي څخه وسله هم لاسته راوړل شوې ده.