دامريکائي کانگريس برني ايوان ( سينيټ) داوباما انتظاميې دراتلونکي سنټرل انټلي جنس ايجنسۍ( سي ائي اى) د ډائريکټر په توگه دجان برينن پخلى کړى دى.
جان برينن دتيرو 25ؤ کلونو راهسې دسي ائي اى سره پيوست دى اؤ اوس مهال دامريکائي صدر براک اوباما دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه تر ټولو مهم مشاور دى.
سينيټ کې دبرينن په حق کې 63 اؤ مخالفت کې يې 34 ووټونه واچولى شول.
دډرون څخه دامريکا په خاوره دامريکائي وگړو په نخښه کول دغيرائيني گرځولو په هڅه کې دري پبلکن سينيټر رانډ پاول دشورو په ورځ په سينيټ کې تر 13ؤ ساعتو وينا کړې.
داخري ووټ څخه څو ساعته دمخه اټارني جنرل ايرک هولډر پاول ته يو لنډ خط وليږلو چې پکې وئيل شوي صدر براک اوباما ډرون ته دامريکا په خاوره دهاغه امريکائي وگړي دوژنې دامر کولو اختيار نۀ لري ، څوک چې په جگړه کې بوخت نۀ ؤ.
پاول وويل دهغه دځنډ دغه ټيکټک دسي ائي اى دمشرۍ کولو لپاره دبرينن داهليت په ضد احتجاج نۀ دى اؤ دا يې دامريکا دسول ازادو لپاره يوه فتح گرځولې خو ددې باوجود هغه دبرينن په ضد ووټ ورکړى.
57 کلن جان برينن سعودي عرب کې دسي ائي اى دسټيشن دمشر ترڅنگ دصدر بش په دور کې دادارې مرستيال ډائريکټر هم پاتې شوى.
هغه دصدر براک اوباما نزدې ملگرى دى اؤ داسامه بن لادن په ضد د2011م دمئ په مياشت کې دپاکستان په ايبټ اباد ښار کې ترسره شوې امريکائي کارروايۍ کې هم دهغه مهم کردار ؤ.