جعفر اېکسپرېس پېښه: د 19 پوځي عسکرو د جسدونو په ګډون د وژل شوو 25 مړي مچ ته منتقل کړل شوي

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په 11م مارچ بولان سيمه کې په مسافر اور ګاډي جعفر اېکسپرېس باندې شوي برید کې د وژل شوو 25 جسدونه مچ سيمې ته منتقل کړل شوي دي.

اې اېف پي خبري ادارې ویلي، پېښه کې د وژل شوو 25 جسدونه نن د زیارت، پنجشنبې په سهار د اور ګاډي د لارې مچ ته وړل شوي او په دوی کې د 19 مړي د مسافرو پوځي عسکرو دي.

اې اېف پي ته د يو چارواکي له قوله ويلي، مړو کې يو د پوليس او بل د رېلوی د کار کوونکي دي. يو ځايي پوځي چارواکي هم د دغو معلوماتو تاييد کړی دی.

ويل شوي، له دې وړاندې هم يو پوځي چارواکي پېښه کې د 28 اهلکارو وژلو ويلي وو، چې پکې 27 هغه وو څوک چې يرغمل کړل شوي خو دوی په ډیوټۍ نه وو.

د پاکستان پوځ پرون ناوخته د جعفر اېکسپرېس پېښې په اړه رسمي خبر ورکړی او ويلي يې دي، پېښه کې 21 بې ګناه خلک وژل شوي دي.

پوځ ویلي، د يرغمل کوونکو ضد او ژغورنې عملياتو کې څلور د اېف سي ځواک عسکر او 33 وسله وال وژل شوي دي.

پوځ په اور ګاډي د حمله کوونکو ضد عملياتو ختمولو اعلان کړی وو.

تر دې وړاندې بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې په اور ګاډي د شوي برید ذمه واري منلې د ګڼو پوځي عسکرو وژلو او 214 نورو يرغمل کولو یې ويلي وو.

جعفر اېکسپرېس چې د نهې، سه شنبې په سهار د کوټې نه د پېنډۍ په لاره پېښور ته روان شوی، ماسپښين پرې په بولان سيمه کې بريد شوی وو.

بي اېل اې د برید زمه وارۍ منلو سره په اورګاډي کې د سورو مسافرو يرغمل کولو ويلي وو، ويل شوي په دغه اور ګاډي کې د 450 نه زيات مسافر سواره وو، چې پکې ځینې پوځي اهلکار هم وو، پاکستاني چارواکو په اور ګاډي کې د سرکاري اهلکارو موجودګي منلې وه.

د پاکستان پوځ ويلي، په اور ګاډي حمله افغانستان کې د موجود ترهګر مشر په لارښوونه شوې وه.

افغانستان کې واکمنو طالبانو سمدستي د پاکستان د پوځ دعوې ته غبرګون نه دی ویلی، خو له دې وړاندې یې تل دغه ډول دعوې او تورونه رد کړي دي.

د خبر معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي