د اسرائیل او فلسطین حماس گوند په منځ کې د ډزبندۍ ورستو د فلسطین غزه تړانگه او جنوبي اسرائیل کې د زیارت په ورځ د شهریانو امروزه ژوند د معمول سره تر ډیره حده پورځ سم شوی وو.
د ډزبندۍ ورستو د غزه اوسیدونکې لارو کوڅو ته راوتل او ځنو خو پکې هوائي ډزې هم ووکړې. هم دغه رنگ د اسرائیل په جنوب کې چرته چې د حماس د طرفه راکټونه ویشتل کیدل، دکانونه خلاص شوې وو او په سړکونو د موټرو تگ راتگ هم د معمول سره سم شوی وو.
د اته ؤ ورځو د جگړې ورستو د اسرائیل او حماس په منځ کې ډزبندي د مصر په منځگړیتوب د شورو په ورځ پرځائی کړی شوې ده. د فریقینو په جنگ کې تر ١٥٠ پورې کسان وژل شوې دي چې پکې ١۴٠ فلسطینیان او پنځه اسرائیلیان شامل دي.
د ډزبندۍ د معاهدې ترمخه به اسرائیل غزه ته تلونکو سمندري او مزکنۍ لارو باندې خپله محاصره نرموي. اسرائیل په غزه خپله محاصره پنځه کاله وړاندې لگولې وه کله چې حماس په سیمه د انتخاباتو گټو ورستو خپل حکومت پرځائې کړو.
د ډزبندۍ ورستو غزه او اسرائیل کې د ژوند د معمولاتو نور تفصیل تاسو د وائس اف امریکا رپورټ د ډیوه ریډیو خبریال نصیر احمد کاکړ په غږ کې دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5
Israel Hamas Truce Life