دپاکستان اؤ افغانستان پشمول دجمعې په ورځ دنړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې دښځو نړيواله ورځ نمانځلى شي.
دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير قمرزمان کائره دجمعې په ورځ وئيلي دي چې دښځو دحقونو تحفظ دپي پي پي دحکومت داوليتونو څخه يو دى اؤ زياته کړې يې ده چې دهغوي حکومت دښځو دبااختياره کولو اؤ دهغوي دخيرښيگړې په اړه پخپله ژمنه ولاړ دى.
دښځو دعالمي ورځې په مناسبت قومي اسمبلۍ کې وينا په مهال قمرزمان کائره وويل ښځه اوس هم دټولنې هاغه برخه گڼل کيږي چې ورته کم حقونه ترلاسه وي اؤ زياته يې کړه چې دقام په تعمير اؤ ترقۍ کې دښځو کردار دستائينې وړ دى.
هغه وويل پاکستان په دې خبره وياړ کوي چې په پارليمان کې يې دزياتې څخه زياتې ښځينه غړې موجودې دي.
هغه ادعا وکړه چې په څومره شمير کې ښځينه غړي چې په پاکستاني پارليمان کې موجودې دي دهغوي دومره شميره به په هاغو هيوادونو کې هم نۀ وي څوک چې دښځو دحقونو داتلولۍ خبره کوي، خو بيا هم مونږ ته دنور ډير څه کولو ضرورت دى.
هغه وويل پاکستان ته دا اعزاز ترلاسه دى چې په اسلامي نړۍ کې لمړۍ وزيراعظمه ددغه هيواد څخه منتخب شوې.
همدغه شان دقومي اسمبلۍ سپيکرې فهميده مرزا دښځو په ضد دتشدد دخاتمې ژمنه وکړه اؤ داسمبلۍ په غړو اؤ ټولنه يې دهغوي په ضد دتشدد دختمولو غږ وکړو.
دجينکو دتعليمي حقونو لپاره هلې ځلې کوونکې پاکستانۍ طالب علمې ملالې يوسفزۍ دملگرو ملتونو لپاره دښځو دنړيوالې ورځې په مناسبت خپله يو ريکارډ کړي ويډيوي پيغام کې وئيلي دي چې هغه غواړي چې په نړۍ کې هره جينۍ تعليم ترلاسه کړي اؤ امن پځايې شي.
ملاله وائي که چرې ټول خلک دکورونو دننه په دې انتظار کښيني چې گنې نور خلک به دهغوي دحقونو لپاره غږ پورته کوي نو دغسې خلک هاغه ورځ نۀ کتلى شي په کومه ورځ چې به هره جينۍ دتعليم ترلاسه کولو لپاره سکول ته روانه وي.
بلخوا د ښځو دنړيوالې ورځې په موقع دافغانستان په لويديز ښار هرات کې دنړيوالو ښځو دفلم ميله پيل شوې ده، دغه ايونټ به دمارچ د7مې نيټې څخه دمارچ 9مې نيټې پورې روان وي.
دميلې چئيرومن رويه سادات وويل دغه ميله دافغان ښځو اؤ بهرنۍ نړۍ ترمينځ دښه تعلق پيدا کولو لپاره جوړه شوې ده اؤ ديو داسې فورم په توگه به کار کوي چې پکې به ښځو ته په پيښو چيلنجونو بحث کيدى شي.
اداکارې اؤ ډائريکټرې عقيله رضائي وويل ” دطالبانو دواکمنۍ وروستو، زمونږ په هيواد کې په ځانگړې توگه دښځو لپاره حالات ښه شوي دي، افغان ميرمنو په تيرو څو کلونو کې سينيما جوائن کړې ده، اؤ په فلمونو کې د پرفارمنگ کولو په حواله دهغوي دلچسپي هره ورځ سيوا کيږي“
هغې زياته کړه” دزياترو خلکو لپاره په فلمونو کې دافغان ميرمنو کار کولو دقبلولو جوگه نۀ دي، په دې حقيقت باور وکړئ چې کومې ميرمنې په موويز کې کار کوي دهغې سره به دافغان ميرمنو عکس په مثبت ډول بدل شي“
د ” اسامه “ ډائريکټر صديق برمک دغه ايونټ خلکو سره درابطو جوړولو لپاره دفلم جوړونکو لپاره ډاډگيرنه وبلله.
افغانستان د1960 ،1970 اؤ 1980 په لسيزه کې په لسگونو فلمونه پروډيوس کړي وؤ، خو فلم انډسټري يې دخانه جنگۍ اؤ طالبانو لخوا تباه شوې وه، طالبانو د1996 څخه تر 2001ء پورې په ټيلي ويژن اؤ فلمونو پابندي لگولې وه.