دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې حکومت اؤ مخالفې ډلې په گډ ډول ريټائر شوى جج صوبې دپاره دنگران وزيراعلي په توگه غوره کړى دى.
دطارق پرويز دوزيراعلي غوره کولو اعلان دجمعې په ورځ په پلازمينه اسلام اباد کې دخيبرپښتونخوا وزيراعلي اميرحيدر خان هوتي اؤ دمخالفې ډلې مشراکرم خان دراني يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په ترڅ کې وکړو.
حيدرهوتي وويل ښاغلى پرويز يو بې پلوه شخصيت دى ، چې څوک پرې نيوکه نۀ لري ، ځکه نو حکومت اؤ مخالفې ډلې دصوبې دنگران وزيراعلي دپاره دهغه په نوم اتفاق کړى دى.
وزيراعلي وويل دملک حالاتو ته په کتلو سره پکار دي چې دقومي اؤ صوبائي اسمبلو ووټونه په يوه ورځ وشي.
مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وينا کې دمخالفې ډلې مشر اکرم خان دراني وويل ددواړو خواؤ څخه دنگران وزيراعلي دپاره بيلا بيل نومونه وړاندې کړل شوي ، خو دطارق پرويز په نوم پکې صلاح راغله.
هغه هيله څرگنده کړه چې نورې صوبې به هم دجمهوريت دروح له مخې دخيبرپښتونخوا پيروي وکړي اؤ په صلاح مشوره به نگران چارواکي غوره کړي.
بايد وويل شي طارق پرويز دپاکستان دسترې محکمې جج اؤ دپيښورهائيکورټ چيف جسټس پاتې شوى دى.
ريټائرډ جج ښاغلى طارق پرويز په 15مه فرورۍ،کال 1948 کې په پيښور کې زيږيدلى اؤ همدغلته لويې شوى دى.
هغه خپلې لمړۍ زده کړې هم په پيښور کې ترلاسه کړي دي.
په کال 1971ء کې يې دپيښور پوهنتون څخه دوکالت اؤ په کال 1975ء کې يې دسياسياتو ډگري ترلاسه کړې ده.
کال 1972ء کې هغه دپيښور ډسټرکټ کورټ څخه په وکالت کولو پيل کړى ؤ،ديوولسو کالو دوکالت کولو څخه وروستو هغه په کال 1983م کې دسترې محکمې دوکيل په توگه کار شروع کړى ؤ.
په 1978ء کې هغه دينگر لا ئرز ايسوسي ايشن صدر اؤ په 1980ء کې دپيښور هائيکورټ بار نائب صدر وټاکل شو.
همدغه شان وروستو هغه په 1986ء کې دهائيکورټ بار ايسوسي ايشن صدر اؤ په 1997ء کې دپيښور هائيکورټ جج شو.
په 5م اپريل 2005م کې هغه دپيښور هائيکورټ چيف جسټس وټاکل شو.
په دريمه فرورۍ 2007ء کې چې کله دهاغه وخت پوځي واکمن پرويز مشرف قاضيانو څخه دپي سي او لاندې حلف اخستو ، نو ښاغلي طارق پرويز دپي سي او په اساس دحلف پورته کولو څخه انکار کړى ؤ ، چې له دې امله هغه غيرفعاله کړل شوى ؤ، خو په 5م ستمبر 2008م کې دوکيلانو دکامياب تحريک څخه وروستو هغه يوځل بيادپيښور هائيکورټ چيف جسټس وټاکل شو.
په 20م اکتوبر،2009م کې هغه دسپريم کورټ يا سترې محکمې قاضي وټاکل شو اؤ په 14مه فرورۍ ٢٠١٣م کې دسترې محکمې دجج په توگه ريټائرډ شو.