ممبۍ:دودانۍ راپريوتو پيښه کې 35 کسان مړۀ

دهند تجارتي ښار ممبۍ کې دتعمير لاندې ديوې ودانۍ دراغورځيدو پيښه کې لږ ترلږه 35 کسان مړۀ شوي چې پکې زياتره مزدوران شامل دي.
امدادي ډلې په سيمه کې امدادي هلو ځلو کې بوختي دي اؤ هغوي د26 فټه ژورې ملبې څخه دتعجب په توگه دوه واړۀ ماشومان ژوندي راويستي دي.
په تهانه ضلع کې يو چارواکي ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې دزيارت په ماښام داووۀ پوړيزې ودانۍ يوه برخه تباه شوې چې له دې وروستو ټوله وداني په ځمکه راپريوته.
دتهانې ضلعې دپوليسو کمشنر کى پي رگو ونشي وئيلي دي چې تر دې مهاله 29 کسان مړۀ شوي اؤ مونږ 60 کسان ژوندي راويستو چې پکې زياتره ژوبل هم دي.
دافتونو په وخت دمرستو دادارې اؤ نورو امدادي ډلو چارواکي دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ دصفايۍ کار يې شروع کړى دى اؤ انديښنه څرگندولى شي چې دملبې دلاندې نور خلک هم گير دي.
په مړو شوؤ کې هاغه مزدوران اؤ دهغوي دکورنۍ غړي هم شامل دي چې دودانۍ په نامکمله برخه کې ميشته وؤ.
ددغو مړو شوؤ مزدورانو څخه زياتره سيمې ته دکار په لټه کې ورغلي وؤ اؤ هغوي به روزانه دڅو سوؤ روپو په مزدورۍ کار کولو.
يو چارواکي وئيلي دي چې تباه شوې وداني په غيرقانوني ډول جوړه کړل شوې وه اؤ هغوي به په دې اړه پلټنه کوي اؤ راپور به وړاندې کوي.