حنا کهر: د نيټو سپلا يۍ د لارو پرانستو لپاره دامريکا بخښنې ته ضرورت دى

مېرمن کهر وويل په کومه ورځ چې دغه پيښه رامينځته شوه دهاغه ورځې راهسې دبخښنې غوښتو هيله کيده او شراکت داري نۀ يواځې دا چې ددغه بخښنې تقاضا کوي بلکې د دې ضرورت دى

د پاکستان دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر وئيلي دي که چرې امريکا غواړي چې پاکستان په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو دسامان درسد لپاره خپلې ځمکنۍ لارې پرانيزي نو ددې لپاره ورته په سلاله بريد دبخښنې غوښتو ضرورت دى.
یوې بهر ملکي خبري ایجنسۍ سره په مرکه کې حنا رباني کهر د پارليمان لخوا د پاک امريکا اړيکو په اړه منظورو کړو سفارشونو ته په اشارې کولو سره وويل د اتلس کروړه اولس استازي پارليمان په يوه معامله خبره کړې ده.
په پارليماني سفارشونو کې دپاکستان په حکومت ټينگار شوى ؤ چې امريکا څخه دې په سلاله بريد غيرمشروطه بخښنه طلب کړي.
تير کال دنومبر په مياشت کې دافغانستان دپولې سره نزدې دقبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په سلاله نومې امنيتي پوسته دنيټو دهيلي کاپټرو په فضائي بريد کې 24 پاکستاني پوځيان وژل شوي وؤ، ددغه پيښې وروستو پاکستان په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو دسامان درسد لپاره خپلې ځمکنۍ لارې تړلي.
مېرمن کهر وويل په کومه ورځ چې دغه پيښه رامينځته شوه دهاغه ورځې راهسې دبخښنې غوښتو هيله کيده او شراکت داري نۀ يواځې دا چې ددغه بخښنې تقاضا کوي بلکې د دې ضرورت دى.
رباني کهر وويل بايد اوباما انتظاميه دپاکستاني پارليمان مرضۍ ته په درناوي لرلو سره خپل جمهوري معيارونه پځايې وساتي.
تيره مياشت دامريکا په شکاگو ښار کې دافغانستان په مستقبل دنيټو يوه سرمشريزه غونډه ترسره شوې وه چې پکې دپاکستان صدر اصف علي زرداري هم گډون کړى ؤ، خو دغه غونډه دنيټو په سپلا ئي لائن دتړون پرته پايې ته رسيدلې وه.
حنا رباني کهر دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دجنگيالو دپه نخښه کولو لپاره دامريکائي جاسوسي الوتکو يا ډرون په بريدونو هم نيوکه وکړه او وې وئيل چې دغه بريدونه دگټې پځايې ستونزې راولاړوي.