شام اؤ شمالي کوريا به دجي ايټ غونډه کې دپام وړ وي

Britain G8 Foreign Ministers

دزيارت په ورځ لندن کې دجي ايټ هيوادونو دخارجه وزيرانو غونډه ترسره کيږي چې پکې به پام دشام بحران اؤ شمالي کوريا کې دپرمختگونو معاملې ته راگرځولى شي.
دشورو په ورځ دغلته چارواکو دماښامې دميلمستيا په مهال ليدلي اؤ ځينو په شام کې دحزب اختلاف دچارواکو سره هم خبرې کړي.
دامريکا خارجه وزير جان کيري اؤ دبرطانيې خارجه وزير وليم هيگ د نورو پوځي مرستو په اړه دشام دحزب اختلاف غوښتنې اوريدلي دي ، خو يو امريکائي چارواکى وائي چې په دغه اړه کومه ژمنه نۀ ده شوې.
کيري اؤ هيگ به په هاغو مشرانو کې شامل وي چې دروانې مياشتې په اخره کې به استنبول کې په دغه معامله دنور بحث لپاره د" شام ملگرو" غونډه کې گډون کوي.
کيري دشورو په دروس دخارجه وزير سرگۍ لاروف سره هم ليدلي ، لاروف وئيلي دي چې روس دشمالي کوريا په معامله امريکا سره هيڅ قسمه اختلافونه نۀ لري
هيله کيږي خارجه وزيران به دزيارت په ورځ په دې معامله بحث وکړي چې بايد شمالي کوريا ته څه رقم ځواب ووئيلى شي.
شمالي کوريا دتيرو څو اوونو راهسې په امريکا اؤ جنوبي کوريا دبريد دړکه کړې اؤ دنهې په ورځ يې په جنوبي کوريا کې ميشتوؤ بهرنيانو ته خبردارى ورکړى ؤ چې هغوي دې دجگړې پيل کيدو په نظر کې نيولو سره ددغه هيواد څخه اوځي.