پدغې سترې پروژه کې د لنډي کوتل نه جلال اباد او د چمن نه تر سپین بولدک پورې د اورګاډي د دوو پټلیو غزول او د پيښور نه کابل او له کندز نه تر منځنۍ اسیا پورې د دوو لویو لارو جوړول شامل دي.
همدارنګه ددغې پروژې یوه برخه دا هم ده چې د کونړ د سیند پر سر به د برښنا یو ستر بند هم جوړ شي.
د ستراتیژیکو او سیمه ایزو څیړنو د مرکز افغان څیړونکی احمد بلال خلیل، وایي په پاکستان کې د ٥٠ میلیاردو ډالرو په ارزښت ددغې پروژې د سم پرمختگ د ډاډمن کیدو لپاره چین اړ دی چې افغانستان ته مخه کړي.
ښاغلی خلیل ددغه پروژې پلي کیدل د افغانستان د امنیت او اقتصاد په گټه هم گڼي.
چین ته مهمه ده چې د منځني ختیځ هیوادونو ته وښیي هغه څه چې د امریکا متحده ایالاتو د یو زبر ځواک په توگه ترسره نه شو کړای، بیجنگ کولای شي هغه پلي کړي.
په بیجنگ کې میشت د "چینا پالیسي" په نامه د مشورتي بنسټ رئیس ډیویډ کیلی، وایي چین هیله من دی چې د یو کمر بند یوې لار د نوښت یوه برخه له افغانستان نه تیره شي او ددې هیواد په امنیت او اقتصاد کې مثبت بدلون رامنځ ته شي، هغه څه چې د هغه په اند پخواني شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو ونشو کړای.
د چین لخوا دغه نوې لاره به له پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، افغانستان او ایران څخه تیریږي.