دملالې په ژوند يو کتاب

دپاکستان دخيبرپښتونخوا دسوات سيمې نوميالۍ طالب علمې ملالې يوسفزۍ پخپل ژوند په ليکل کيدونکي يو کتاب ددريوؤ ملينو ډالرو يا دوؤ ملينو پاؤنډو په يو تړون لاسليک کړى دى.
دبرطانيې ديوې ورځپاڼې گارډين ترمخه دملالې يوسفزۍ په ژوند به يو کتاب ليکلى شي اؤ په دې اړه ملالې يوسفزۍ سره يو تړون هم ترسره شوى چې دهغې ترمخه پينځلس کلنې ملالې ته به درې ملينه ډالر ورکولى شي.
دورځپاڼې ترمخه د ائي ايم ملالۍ په عنوان به دغه کتاب برطانيه اؤ کمن ويلتهـ کې وييډن فيلډ اؤ نيکولسن اؤ نوره نړۍ کې لټل براؤن خپروي.
ملاله وائي چې يواځې دځان نۀ بلکې دهاغو 61 ملينو ماشومانو قيصه کول غواړي چې دتعليم څخه لرې دي.
” زۀ هر هلک اؤ هره جينۍ دتعليم په رڼاد روښانه کولو دمهم برخه جوړيدل غواړم، دا دهغوي بنياد حق دى“
ملاله وائي هيله کوي چې دغه کتاب به دټولې نړۍ خلکو پورې ورسيږي ترڅو هغوي ته احساس وشي چې په نړۍ کې داسې ماشومان هم شته چې دهغوي لپاره زده کړې څومره سختې دي.
تيرکال داکتوبر په 9مه نيټه يو شمير وسله والو جنگيالو په ملالې يوسفزۍ دسوات په انتظامي مرکز مينگوره کې هاغه مهال بريد ترسره کړى ؤ چې هغه دسکول په يو گاډي کې کور ته روانه وه.
په دغه بريد کې دملالې يوسفزۍ پشمول درې طالب علمانې ژوبل شوې وې، خو دسخت ژوبل کيدو له امله پاکستان کې دابتدائي علاج وروستو ملاله يوسفزۍ دبرطانيې دبرمنگهم ښار کوئين الزبتهـ روغتون ته وړل شوې وه اؤ وروستو ددغه روغتون څخه فارغه کړل شوه.
اوس مهال ملاله يوسفزۍ دبرطانيې په برمنگهم ښار کې په يو سکول کې سبق وائي.