دزيارت په ورځ دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور څخه 30 کلو ميټره لرې دنوښار ضلعې دجلوزو دکډوالو په کيمپ کې ديوې درنې چاؤدنې له امله لږ ترلږه 12 کسان مړۀ اؤ 28نور ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنه دجلوزو دکډوالو په کيمپ کې هاغه مهال ترسره شوه کله چې دخيبرايجنسۍ څخه بې کوره شوي کډوال په کيمپ کې امدادي موادو ترلاسه کولو ته راټول شوي وؤ.
دنوښار دپوليسو دمشر( ډي پي او) محمد حسين په دغه چاؤدنه کې د10ؤ کسانو دوژل کيدو اؤ 20ؤ دژوبل کيدو پخلى کړى اؤ زياته کړې يې ده چې بم په يو موټر کې ايښودل شوي وؤ.
هغه وويل چې دچاؤدنې له امله گڼ شمير گاډي هم تباه شوي اؤدچاؤدنې په نتيجه کې په ځمکه کې يوه لويه کنده جوړه شوې ده.
دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو يو چارواکي عبدالحق خبريالانو ته وئيلي دي چې چاؤدنه کې خواؤشا 35 کلو گرامه بارود استعمال شوي دي.
دچاؤدنې څخه وروستو مرستندويه ډلې سيمې ته رسيدلي اؤ امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې ده.
تر دې مهاله کومې تندروه ډلې ددغه چاؤدنې پړه په غاړه نۀ ده اخستې اؤ دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان ميډيا ته دټيلي فون له لارې وئيلي چې په دغه چاؤدنه کې هغوي لاس نۀ لري.
هغه وئيلي دي چې په اولسي ځائيونو کې چاؤدنې غيرانساني عمل دى اؤ طالبان ددغه شان پيښو غندنه کوي.
دپيښور دليډي ريډنگ يا جرنيلي هسپتال وياند ډيوه ريډيو ته وئيلي تر دې مهاله د9ؤ کسانو مړي اؤ 28 زخميان ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شويدي.
هغه وويل په دغه چاؤدنه کې دمړو کسانو پيژندگلو دميرمن حميرې ، واجد،ميرمن تمنا، وسيم، هاشم علي،کنارخان، شمس الرحمان، راز محمد اؤ شيررحمان په نومونو سره شوې ده.
په دغه چاؤدنه کې دزياتره وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو تعلق دخيبرايجنسۍ دباړې څخه دى ، چرته چې دتيرو خواؤشا دوؤ کالو راهسې دامنيتي ځواکونو لخوا په نااعلانه ډول دتندلارو عمليات دوامداره دي.
ددې ترڅنگ دخيبرايجنسۍ په باړه اؤ خواؤشا نورو سيمو کې دتندره مذهبي ډلو انصارالاسلام اؤ پاکستاني طالبانو ترمينځ هم نښتې روانې دي ، چې دهغې له امله ددغه سيمې څخه په زرگونو کورنو دنوښار جلوزو کيمپ اؤ نورو خواؤشا سيمو ته کډې کړي دي.